د صدر ډاكټر عارف علوي مصر لپاره نومولي سفير سره ملاقا?? كښې خبرې
اسلام آباد۔30 نومبر(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پاكستان مصر سره خپلې اړ??كې ډېر مهمې ګڼي او د شريكې ګټې په ټ??لو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته لا وده وركول غواړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه صدر مصر لپاره نومولي شوي سفير ساجد بلال سره خبرو كښې وكړه چا چې هغه سره د ګل په ورځ ملاقات كولو۔ صدر ووئيل دواړو هېوادونو له به تجارت ٬ كلتور او دفاعي څانګو كښې دوه اړخيزه نزدې اړ??كې لا مستحكمول وي۔ سفير دې دوه اړخيزه اړ??كې لا پياوړې كولو له مناسب ګامونه پورته كړې۔ هغه په سفير زور راوړو چې هغه معاشي او دفاعي څانګو كښې مرسته زياتولو ته خاص پاملرنه وكړي او مصر كښې د پاكستان مثبت تاثر ر??مخ?? ته كولو له كار وكړي۔ هغه نومولې سفير ته مصر كښې د كشمير مسئلې او د هند لخوا مقبوضه جموں وكشمير كښې د مسلمانانو د آبادۍ په ضد د روان ظلم او زياتي په ډاګه كولو هم هدايت وكړو۔ په دې موقع صدر ساجد بلال ته د مصر سفير په حېث ??ه غوره كېدو مباركي هم وركړه۔