اسلام آباد۔31اکتوبر (اے پی پی) خار??ه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې د پاكستان حكومت او ټول اولس په دې سخت و??ت كښې خپل ترك وروڼو سره ولاړ دے او د دوئي هر ډول مرسته كولو له چمتو دے۔ خار??ه وزير د خالي په ورځ خپل ترك همڅنګ میولوت چاوش اولو سره ټېلېفوني تماس ونيولو او هغه سره ئې د تركيه ازمير ښار كښې په راغلې سخته زلزلې او د مرستې په كارروائيو بشپړه خبرې وكړې۔ ترك خار??ه وزير خپلو خبرو كښی ووئيل په رېكټر سكېل ددې زلزلې شدت 6.6 وو۔ تر دې دمه 24 كسان مړه شوي او 804 ژوبل شوي دي۔ 17 نه زياتې ودانې راپرېوتوې دي۔ خار??ه وزير د زلزلې د لاسه په شوي ځاني او مالي زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه او د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره ئې غ??را??ي او ژوبل شويو له د زر روغتيا دعا وكړه۔ خار??ه وزير ووئيل د پاكستان خلك د كال 2005ﺀ زلزلې نه وروستو د ترك اولس لخوا پاكستان سره كړی مرسته هېرولې نه شي۔ هغه ووئيل د پاكستان حكومت او ټول اولس په دې سخت و??ت كښې خپل ترك وروڼو سره ولاړ دے او د دوئي هر ډول مرسته كولو له چمتو دے۔ هغه د پاكستان لخوا د زلزله ځپليو بحالۍ له د مرستې ډلو او فيلډ روغتون لېږلو پېشكش هم وكړو۔ ترك خار??ه وزير د مرستې په پېشكش او د نېكو هيلو په څرګندونه د خپلې مشرتابه لخوا د صدر پاكستان ٬ عمران خان او اولس مننه كولو سره ووئيل ترك حكومت د زلزله ځپليو بيا بحالۍ له ټولې وسائل كاروي۔هغه ووئيل كوم مادي مرستې ته دا مهال اړتيا نه لرو او كه ضرورت محسوس شو نو د خپلو پاكستاني وروڼو دا پېشكش به تر ټولو اول قبلوؤ۔