اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پی پی) د اقتصادی چارو وفاقی وزیر مخدوم خسرو بختیار وئيلي دي بايد د برتانيې د پرمختيائي مرستې د كار دائرہ تر سيلګرۍ ،تعلیمی وظائفو او ارزانو كورونو جوړولو ته پراخه كړې شي۔ ده دا خبره یو کے فارن او کامن ویلتھ ډویلپمینټ آفس پورټ فولیو جاج ??خستو غونډې م??رۍ كولو سره وكړه۔په غونډه كښې په پاکس??ان كښې د برتانيې په مرسته د روانو پروژو جاج واخستلے شو۔ وفاقی وزیر ووئيل پاکس??ان او برتانیه خپلو كښې نزدې اړيكې لري، برتانيه په ځينې څانګو كښې پاکس??ان سره نزدې م??سته كوي، پاکس??ان كښې دا مهال د برتانيې فورټ پولیو حجم 1.02 اربه پاؤنډ دے۔ده د کورونا وائرس وبا مخنيوي لپاره د برتانيې د اړخه د 2.6 ملیونه پاؤنډ او د قحطې ملخانو مخنيوي لپاره د 2 ملیونه پاؤنډ ګرانټ د ستائنې وړ ګرځولو سره ووئيل د دواړه هيوادونو ترمينځه بايد د اړېكو او مرستې دا سلسله سباؤن كښې هم روانه وساتلې شي۔