اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د بشري حقونو وفاقي وزيرې شېرين مزاري ملاقات كړے او هغه ته ئې په زندانونو كښې د بنيوانو مېرمنو صورتحال او دوي ته د ريليف وركولو په اړه د وړاندېزونو په بن??اد رپورټ وړاندے كړے. د بشري حقونو و??ار?? لخوا جاري خبرپاڼې له مخې ډاكټر شېرين مزاري د وزيراعظم عمران خان په هد??يت په زندانونو كښې د بنديوانو مېرمنو صورتحال او دوي ته د ريليف وركولو په اړه د وړاندېزونو په بن??اد جوړ رپورټ وړاندے كړے. د يادونې وړ ده وزيراعظم د مئي مياشتې په پا?? كښې په زندانونو كښې د مېرمنو د حالت زار جاج اخستلو لپاره د بشري حقونو وفاقي وزيرې په مشر?? كښې كم??ټي جوړه كړې وه او كمېټې ته ئې په څلورو مياشتو كښې د وړاندېزونو وړاندې كولو سپارښتنه كړې وه . وفاقي وزيرې د و??ار?? د دوو كلونو كاركردګۍ رپورټ هم وزيراعظم ته وړاندے كړے. وفاقي وزيرې وزيراعظم ته ووئيل د ماشومانو تحفظ لپاره اسلام آباد كښې چائلډ پروټېكشن سنټر جوړولے شي. وزيراعظم ته ووئيل شول د ماشومانو په اړه د خاص عدالتونو جوړولو كار هم روان دے. هغې وزيراعظم ته د مېرمنو د حقونو تحفظ په اړه بريفنګ هم وركړو. وزيراعظم د و??ار?? اقدامات وستائيل. وزيراعظم ووئيل د مهذبو ټولنو پېژندګلي د بشري حقونو د تحفظ نه كېږي. ده ووئيل د بشري حقونو تحفظ د اوسني حكومت وړومبې ترجيح ده او په دې لړ كښې به هر ډول ممكنه هڅې كولې شي