لاهور۔8 اپرېل(اے پی پی) د پن??اب ګورنر چوهدري محمد سرور سره د توان صوبائي وز??ر ډاکټر اختر ملک ، د تحریک انصاف سنټرل پن??اب صدر اعجاز احمد چوهدری او د صوبائی اوورسیز کمېشن پن??اب دوهم چیئرمېن محمد وسیم رامے ملاقات كړے۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې د پن??اب ګورنر ووئيل د کورونا په ضد جنګ كښې د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه په شمول د پاك پوځ كردار د ستائنې وړ دے۔ د پاکستان په شمول ګرده نړۍ ك??ې كورونا وائرس انسانانو سره س??ه معيشت له هم خطرناك ثابتېږي۔ ده ووئيل مخالفه ډله دې هر معاملې ته د سياسي رنګ وركولو پالېسي ترك كړي او د كورونا په ضد دې حكومتي ادارو سره اودرېږي۔ د تفصیلات له مخې ګورنر هاؤس لاهور كښې د پن??اب ګورنر سره شوو ملاقاتونو ك??ې كورونا وائرس څخه ساتنې له د حكومتي ګامونو په شمول په نورو چارو هم خبرې شوي۔ ګورنر خپلو خبرو كښې ووئيل د كورونا په ضد جنګ د هېواد او اولس د بقا جنګ جوړ شوے او دې كښې پاكستان كومه بې غوري نشي زغملې ۔ ده مخالفې ډلې ته غږ وكړو چې د روانې وباﺀ په ضد روان جنګ كښې د حكومت ملاتړ وكړي۔ ده ووئيل تاريخ ګواه دے چې وز??راعظم عمران خان د ذاتي يا سياسي ګټې نه بلكې د قامي ګټې تحفظ له خبره كوي او نن هم د ده په مشرۍ كښې حكومت د كورونا په ضد 24 ساعته كار كوي۔ ده ووئيل په دې كښې شك نشته چې د كورونا په ضد جنګ د 22 كروړه اولس جنګ دے او مونږ ټولو له به دا جنګ ګټل وي