پېنډۍ 07 اپرېل (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه وئيلي دي د عزم لرونكو ځوانانو سره ??ه د كرونا وائرس په چېلنج قابو اومومو او د دې سخت ??خت نه به ان شآء الله د يو قام په توګه رابهر كېږو، لرې پرتو سيمو كښې د اولس ستونزو لرې كولو لپا??ه د وسائلو وركولو له دې زياته مرسته وكړې شي، کور کمانډرانو د كرونا وائرس په ضد په هلو ځلو كښې ب??خت په فرنټ لائن وظيفه ترسره كوٶنكو ډاكټرانو، پیرا میډیکس، طبي عملې او قانون نافذ كوٶنكو ادارو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د آئي اېس پي آر له مخې د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ په مشرۍ كښې د كوركمانډرانو 231م كنفرنس د نهې په ورځ پېنډۍ كښې د پوځ په مركزي دفتر كښې اوشو۔ ټولو كور كمانډارنو اړوندو مركزي دفترو څخه د وېډيو لنك د لارې په كوركمانډر كنفرنس كښې برخه واخسته۔ د كنفرنس ګډون كوٶنكو د جيو ستراتېژك، سيمه ايزې او قامي سلامتيا د ماحول جاج واخست چې پكښې په ??اص توګه د کووېډ – 19 څخه په پېدا شوي صورتحال غور اوشو۔ په فورم كښې په ګرد هېواد كښې سول انتظاميې لپا??ه د پوځي ډلو د جامع تعيناتۍ هم جاج واخستې شو۔ كنفرنس په كرونا وائرس قابو موندلو لپا??ه د قامي هلو ځلو همكارۍ او واضح كولو لپا??ه د جوړ كړې نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر د چارو نه خبر كړې شو۔ د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د پاك پوځ ځوانانو تر اوسه د عملي هلو ځلو ستائنه كولو سره ټولو كوركمانډرانو ته امر وكړو چې ګلګت بلتستان، آزاد جمو و کشمیر او د سندھ دننه لرې پرتو سيمو كښې د اولس د ستونزو خاتمې لپا??ه د وسائلو ترسيل له زياته مرسته وكړئ۔ كنفرنس كښې د كرونا وائرس په ضد په هلو ځلو كښې ب??خت په فرنټ لائن وظيفه ترسره كوٶنكو ډاكټرانو، پیرا میډیکس، طبي عملې او قانون نافذ كوٶنكو ادارو ته پېرزوئنې وړاندې كړې شوې۔ د كور كمانډرانو په كنفرنس كښې كشميريانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې شوې څوك چې د هندي ظلم سره ????ه د كرونا وائرس وباء مقابلې كولو س??ه د خپلواكۍ حق لپاره هلې ځلې كوي۔