اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر په کراچۍ كښې د بلدتياتي اختياراتو په اړه په سپريم كورټ كښې درخواست دا??ر كړے۔ د ګل په ورځ سپريم كورټ كښې د اسد عمر لخوا په دا??ر كړې شوي خواست كښې دا موقف اختيار كړے شوے چې د بلدياتي قانون دفعې 74 او 75 صوبائي واكمنو ته بلها اختيارات وركوي او دا دفعې د آئين آرټيكل 140 اے سره متصادم دي٬ په درخواست كښې موقف خپل كړې شوې دې چې تحريك انصاف په پنجاب او خېبر پښتونخوا بلدياتي ادارې اختيارمندې جوړې كړې دي۔ درخواست كښې سپريم كورټ څ??ه استدعا شوې ده چې د سندھ د لوكل ګورنمنټ اېكټ 2013 سېكشن 74 او 75 دې كالعدم وګرځولې شي٬ د سندھ بلډنګ کنټرول اتھارټۍ سيکشن 18 دې هم كالعدم وګرځولې شي٬د سندھ حكومت ته دې د كے اېم سي ټول واجبات د ادا كولو او عبوري بلدياتي نمائندګانو ته دې د آرټيكل 140 اے له مخې بش??ړه اختيارات وركولو امر وكړې شي۔ درخواست كښې د سندھ حکومت ته ضلع ټيکس سره د سود كے اېم سي ته د وركولو او كراچۍ كښې د اوبو او سېورېج نظام ځائي حكومت ته د حواله كولو هم خواست شوے