اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د وزیراعظم عمران خان د “احساس”; پروګرام دائره كار پرله پسې ??را??ه كېږي٬ احساس پروګرام اوس ليه كښې پېل كېږي٬ د احساس آمدن پروګرام څخه به د لرې پرتو سيمو د بې وسه او مستحقو كسانو مرسته باوري شي ٬ دا پروګرام د بې وسه او مستحقو كسانو د ژوند معيار ښه كولو لپاره مهم ثابېږي۔ د جمعې په ورځ خپل ټويټ ك??ې دې ووئيل احساس د صحت مند او د روښانه ټولنې سباون له بنيادي عنصر وي ، دا پروګرام د محرومو او د بې وسه طبقو سره د وزيراعظم عمران د مينې ٬ تړون او خواخوږۍ څرګندونه ده۔ دې ووئېل د بې وسه كسانو روزګار لپاره د وسائلو باوري كولو پلو عملي ګام دے٬ د 15 بېلیونه روپو پروګرام څخه به 14.5 لكه كسان مستفيد كېږي۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د 23 ضلعو 375 كليوالو يونين كونسلو ك??ې دا پروګرام د ګراس روټ په كچه د اولس د ژوند معيار ښه كول او سوكالي لپاره د عمران خان د وژن آئ??نه دار دے چې پك??ې د اثاثو منتقلۍ پروګرام له مخې زرعي آلات ٬ څاروي ٬ چنګ چي ٬ ركشه باډي او كوچني كاروبار لپاره آلات شامل دي