اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي او د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوا?? د ??ې عزم پخلې كړی چې پاكستان او تركيه به د يو بل بنيادي قامي ګټې له شريكه مرسته روانه ساتي٬دوي د دواړو هېوادونو ا??يكې په يو قوي او متحركه تجارتي او معاشي شراكتدارۍ د بدلولو په اهميت زور راوړی ٬ دغسې دوي اسلامو فوبيا پشمول امت ته د پېښو چېلنجونو مقابلې له په ګډه كار روان ساتلو ته سلا راغلې ۔د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوا?? د ??يارت په ورځ ايوان صدر كښې د اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره ملاقات وكړو۔اولس مشر اردوا?? د ??علٰی كچې سټراټېژكي مرستې كونسل شپږمې غونډې لپاره د پاكستان په دوره راغلې۔اولس مشر ډاكټر عارف علوي د تركيې خپل هم څنګ تود هركلي كولو سره د دواړو هېوادونو ترمينځه په ګڼ ا??خيزه اړيكو د خوشحالۍ څرګندون?? وكړه۔ده ووئيل د اعلٰی كچې ستراتېژېكي مرستې كونسل شپږمې غونډې سره به د پاكستان او تركيې ترمينځه د ورورولۍ اړيكې لا مستحكمې شي۔دواړو لارښودو د پاكستان او تركيې ترمينځه په سياسي٬معاشي٬كلتوري٬دفاعي او اولسي كچه د رابطو پشمول د تاريخي دوه اړخيزه اړيكو خاص اهميت رامخې ته كړو۔اولس مشر ډاكټر عارف علوي رجب طيب اردوان مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خراب صورتحال څخه خبر كړو او د مقبوضه كشمير په اړه د هغه په اصولي موقف يې منن?? وكړه۔دواړو لارښودو په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندون?? وكړه۔ډاكټر عارف علوي په افغانستان كښې امن او روغې جوړې لپاره د پاكستان په هڅو رڼا واچوله او په دې خبره يې زور راوړو بايد نړيواله ورورولي په افغانستان كښې تعمير نو له خپله مرسته زياته كړي۔دواړه لارښود دې خبرې ته سلا شول چې پاكستان او تركيه به د اسلامو فوبيا پشمول امت ته د پېښو چېلنجونو مقابلې له په ګډه كار كوي۔دواړو لارښودو د دې عزم پخلې وكړو چې دواړه هېوادونه به د يو بل بنيادي قامي ګټې په چارو خپله مرسته روانه ساتي۔د دې نه پس اولس مشر ډاكټر عارف علوي او وړومبۍ مېرمنې بېګم ثمينه علوي د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان٬د هغه كور ودانې وړومبۍ مېرمن امينه اردوان او د هغه د پلاوي په اعزاز كښې د ماسختن د مېملستياﺀ وركړه۔