اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د كلونو عبس پروت د اربونو جائېداد پكار راوستل او دې څخه ترلاسه آمدن سره د اولس خېرښګړې او د سكولونو٬ كالجونو او روغتونونو غوندې بنيادي آسانيو بهترۍ لپاره كارول د حكومت د پاليسۍ مهمه برخه ده٬ د اربونو جائېداد باوجود وفاقي ادارې په كلنه توګه د اربونو روپو زيان سره مخ دي٬ په ماضي كښې قېمتي جائېدادونه پكار نه راوستل مجرمانه بې غوري ده۔ وزیراعظم عمران خان دا خبرې ?? بېلا بېلو وز??رت??نو او وفاقي حكومتې ادارو د غېر استعمال شوې املاك پكار راوستو په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل غېر استعمال شوې املاك نه رامخې ته كوٶنكي يا د دغې په ښه ډول پكار نه راوستو په لار كښې د خنډانو راپېدا كوٶنكو سركاري چارواكو او ذمه وارو په ضد به سخته كاروائي كولې شي۔ وزیراعظم ایسټ منیجمنټ کمېټۍ، اړوندو وفاقي وز??رت??نو او صوبائي حكومتونو ته امر وكړو چې د رامخې ته شوي املاك پحقله دې ټولې چارې تر راتلونكې اوونۍ هوارې كړې شي دغسې چې د دې املاك په ښه ډول كارولو لپاره په پرېكړو عملدرآمد باوري كرې شي۔ په غونډه كښې د سمندري چارو وفاقي وزير علي حېدر زېدي، د نجكارۍ وفاقي وزير میا محمد سومرو، اووسيز پاك??تا??يانو لپاره د وزیراعظم خاص مرستيال سید ذوالفقار عباس بخاری، اطلاعات او خپرونو لپاره د وزیراعظم خاص مرستياله ډاکټر فردوس عاشق اعوان، د وزیراعظم وياند ندیم افضل چن، وفاقي سېكتران٬ سينئر وفاقي او صوبائي چارواكو ګډون وكړٶ۔ د نجكارۍ سېكتر رضوان ملك ?? بېلا بېلو وز??رت??نو او د وفاقي حكومت په څانګو كښې يو شمېر املاك په مثبت ډول پكار راوستو او د دغې د ممكنه نجكارۍ پحقله د اوسه تر پېشرفت نه خبر كړو۔ ده ووئيل د وفاقي كابينې د فرورۍ او مارچ د پرېكړو په رڼا كښې هر وزارت ته لږ نه لږ درې املاك د رامخې ته كولو امر شوې ٶ۔ ده ووئيل په وړٶمبي پړاٶ كښې ?? بېلا بېلو وز??رت??نو لخوا تر اوسه 32 املاك رامخې ته كړې شوې۔ ده ووئيل د دې جائېدادونو اندازه لګولو او په دې لړ كښې د سباٶن لائحې ته حتمي شكل وركولو لپاره د فنانشل اېډوائزر خدمات د اكتوبر په پائې كښې ترلاسه كړې شوې ۔ ده ووئيل د دې املاك ماركيټنګ به په دبئۍ اېكسپو كښې كولې شي دغسې چې بهر پاك??تا??يانو او سرمايه كارو پام دې قېتمي اثاثو پلو راوګرځولې شي۔