اسلام آباد 18 اکتوبر (اے پی پی)د خزانې وزارت وياند عمر حميد خان وئېلي دي د حكومت لخوا د معيشت استحكام او غېر ملكي سرمايه كارو باور بحا??ۍ لپاره د پورته كړی شوو اقداماتو نتيجې راتلل پیل شوي۔د جمعې پھ ورځ خپل ټوېټ كښې ده ??وئيل د معيشت استحكام او د غېر ملكي سرمايه كارو باور بحا??ۍ لپاره چې حكومت كوم اقدامات كړي د هغې مثبتې نتيجې رامخې ته كېدل پېل شوي او په هېواد كښې نيغ پھ نيغه د بهرنۍ سرمايه كارۍ روانو شمېرو څخه هم د دغې تصديق شوي ۔ده ??وئيل د ستمبر په مياشت كښې هېواد كښې نيغ په نيغه د غېر ملكي سرمايه كارۍ حجم 112 فيصد زيات شوې كوم چې د تې??و 26 مياشتو ښه كچه ده۔د مالي كال په وړومبو دريو مياشتو كښې په هېواد كښې نيغ پھ نيغه د غېر ملكي سرمايه كارۍ حجم كښې 37 فيصده اضافه شوې۔ ده ??وئېل د سټېټ بانك آف پاكستان ?? اړخه جاري شو?? تازه شمېرو له مخې د مالي كال په وړومبنو دريو مياشتو كښې په هېواد كښې د بهرنۍ سرمايه كارۍ حجم 886.6 ملينه ډالره وو٬ د تې?? مالي كال پھ دې موده ??ښې هېواد كښې د سرمايه كارۍ حجم 374.1 ملين ډالر وو٬د شمېرې له مخې د مالي كال په وړومبنو دريو مياشتو كښې د غېر ملكي نجي سرمايه كارۍ حجم 564.8 ملينه ډالره ريكارډ شوې كوم چې د تې?? مالي كال دې مودې پھ مقابل كښې 51 فيصده زيات دے۔