اسلام آباد ۔ 11 ستمبر (اے پی پی) د ګلګت او بلتستان چارو وفاقي وزير امين خان ګنډا پور د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل لخوا مقبوضه كشمير كښې د كرفيو او د بشري حقونو په خلاف ورزيو د سختې اندېښنې څرګندونه د پاكستان مهمه سفارتي كاميابي ګرځولو سره وئيلي دي د كشمير په مسئله د پاكستان د متحركه سفارتكارۍ ګټورې مثبتې نتيجې رامخې ته كېدل پېل شوي۔ نړۍ ته د هند بدرنګه څېره ورځ په ورځ زياته په ډاګه كېږي۔ د كشمير مسئله حل كېدو پلو روانه ده او د پاكستان د متحركه سفارتكارۍ په نتي??ه كښې نړيوال ضمير بېدارېدل پېل شوي ۔ د شورؤ په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل مقبوضه كشمير كښې د ??ند?? ظلم او زياتي لړۍ روانه ده۔ د يوې مياشتې نه زياتې مودې څخه د روانې كرفيو د لارې كشميرېان په معاشي توګه ختمولې شي۔ كشميرې اولس د داروګا??و او خوراك په ډول د بنيادي ضرورتونو سخت كمي سره مخ دے۔ده ووئيل د هند د مكارۍ او ضد اندازه د دې نه لګېدې شې چې د نړۍ مهم هېوادونه د كشمير په مسئله د ثالثۍ وړاندېز كوي ولې هند كله دا مسئله خپله كورنۍ مسئله او كله دا مسئله دوه اړخيزه مسئله ګرځولو سره د خبرو اترو څخه تېښته كړې۔ ده ووئيل وخت راغلې چې نړيواله ورورولي د ??ند?? ضد او ??ند?? انتها خوښې فاشسټ ايجنډې خبر اخستو سره د كشمير مسئلې حل له متحرك كردار ترسره كړي