اسلام آباد ۔ 13 اګست (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د ګل په ورځ د لوئې اختر لمونځ ??ېص?? مسجد كښې ادا كړو او هېواد او قام لپاره ئې د امن ، پرمختګ او سوكالۍ دعاګانې وغوښتلې۔ اولس مشر مقبوضه کشمیر كښې د هند ظلمونو او برب??يت سره مخ كشميري اولس او د كشمير مسئلې حل له هم خاص دعاګانې وكړې۔ د ګل په ورځ د سماجی رابطې په وېب سائټ ټویټر خپل يو پېغام كښې ډاکټر عارف علوی ووئيل چې د قربانۍ اختر د حضرت ابراهيم علېه السلام د يوې سترې قربانۍ ياد تازه كولو موقع راكوي۔ ده ووئيل ” زمونږ زړونه د مقبوضه كشمير و??وڼ?? او خوېندو سره دي كوم چې دا مهال د هند سختو ظلمونو سره مخ دي۔ ” اولس مشر ووئيل كه لوئے څښتن ته منظور وي نو د دوي د آزادۍ ورځ لرې نه ده۔ ده په دې مهال ټول قام او كشميري و??وڼ?? ته هم د اختر مباركي وركړه۔ ده ووئيل کشمیرې اولس د خپلواكۍ خپل حق ترلاسه كولو له ځانګړې قربانۍ وركوي۔ اولس مشر ووئيل پاکستانې قام خپلو كشميري وړونو سره سم ولاړ دې او ددوئي سياسي سفارتي او اخلاقي ملاتړ ب?? دوامدار ساتي۔