اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي پاکستان كښې د جمهوريت بحالۍ او د جمهوري ??دارو په استحكام كښې د خبريالي ورورولۍ هڅې د ستائنې وړ دي٬ ميډيا د رياست څلورمه ستن ګڼلې شي٬ اوسنې حكومت د رائيو د آزادۍ ??ه څرګندونه بشپړ باور لري ??و د خبريالې ورورولۍ تحفظ لپاره به پ?? ترجيحي بنيادونو اقدامات كوي۔ د جمعې په و??ځ د پاكستان پشمول ګرده نړۍ كښې د صحافت نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې اسد قېصر ووئيل د جمهوري ټولنې په تشكيل كښې د صحافت كردار ډېر اهميت لري ??و د خپل اهميت او افاديت له امله ميډيا د رياست څلورمه ستن ګڼلې شي۔ ده ووئيل د پارلمان كاروائي او نورې هڅې اولس ته رسولو كښې د پرېس ګېلرۍ د خبريالانو كردار د ستائنې وړ دې٬ د صحافت آزادۍ لپاره خبريالې ټولنې لازواله قربانۍ وركړې ۔ ده ووئيل د صحافت د آزادۍ ورځ لمانځلو مقصد د صحافت آزادۍ ته و??ه و??كولو سره سره داسې اقدامات كول دي چې ورسره د صحافت د آزادۍ په لاره كښې مخې ته خنډان لرې كړې شي۔ سپيكر اسد قېصر ووئيل د وظيفائي چارو ترسره كولو په مهال د ځانونو قربانۍ وركوٶنكو خبريالانو قربانۍ به تل ياد ساتلې شي