پېښور۔13جنوری (اے پی پی) د خېبر پختونخوا اعلې وزير محمود خان صوبه كښی د پن بر??ښنا په روانو ټولو منصوبو د كار تندولو هدايت كولو سره په سي پېك كښې د صوبې پراجېکټونو شاملولو له د يو انسټي ټيوټ جوړولو اشاره ښكاره كړې ده۔ اعلی وزير ووئيل چشمه رائټ بېنک لفټ منصوبه صوبې لپاره د لائف لائن حېثيت لري ولې چې دا صوبې له ډېره مهمه ده۔ ده په سي آر بي سي منصوبه د هوم ورك تندولو هم هدايت وكړو۔ ده ووئيل هر څانګه دې پراجېكټ په خپل وخت ترسره كړي۔ ده ووئيل سي پېك صوبې لپاره يوه مهمه موقع ده او حكومت به دې موقعې څخه بشپړه ګټه پورته كړي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده وزیراعلی سېکرټرېټ پېښور كښې يوه غونډه كښې وكړه۔ غونډه كښې اعلی وزير ته صوبه كښې د پن بر??ښنا روانو منصوبو ٬ سي پېك منصوبو ٬ د پن بر??ښنا منصوبو كښې د تفاهم يادښتونو او انډسټريل زونز په اړه بشپړ بريفنګ وركړې شو۔ ده ووئيل صوبه كښې د پن بر??ښنا منصوبې زر تر زره بشپړ كولو سره به د?? برېښنا خپلو ??ار??انو ته وركړو او دې عمل سره به ټول هېواد كښې سرمايه كاري راشي او صوبه كښې به انډسټري وده ومومي۔ اعلی وزير هدايت وكړو چې كومې منصوبې ترسره شوي دي په هغو كښې 36 مېګاواټ درال،17 مېګاواټ رانولیه او 2.6 مېګاواټ ماچیا شامل دي دې لپاره دې دEPA منظوری واخستلې شي۔ ده ووئيل د پیهور پن بر??ښنا منصوبې څخه ترلاسه كېدونكي د 28 مېګاواټ بر??شنا ترسيل دې ګدون انډسټریل زون ته وركړې شي كومه به چې يوه ماډل م??صوبه وي۔