اسلام آباد ۔ 15 دسمبر (اے پی پی) د كورنيو چارو دوهم وز??ر شهريار آفريدي ترلائي كښې بې كوره كسانو لپاره د نوي سهولت سنټر دوره وكړه۔ چیف کمشنر عامر علی احمد او اے ډی سی جی کېپټن شعېب علي د كورنيو چارو دوهم وز??ر ته بريفنګ وركړو۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې دوهم وز??ر شهريار آفريدي ووئيل په راروانو څو ورځو كښې وز??راعظم عمران خان په وفاقي پلازمين?? اسلام آباد كښې بې كوره كسانو لپاره د پناه ځائې پرانسته كولې شي۔ د بریفنګ پ?? مهال عامر علي احمد ووئيل د پناه دې ځائې كښې د 140 سړو او 40 مېرمنو د استوګنې انتظام موجود دے۔ په نوي فیسیلی ټېشن سېنټر كښې د ريونيو په شمول د نورو اسانيو انتظام شوې دې۔ کېپټن شعېب ووئيل د وز??راعظم عمران خان د وژن ترمخه د بې كوره كسانو عزت نفس نظر كښې نيولو سره دا د پناه ځايونه جوړ كړې شو?? دي۔ په دې ځايونو كښې به بې كوره كسانو ته درې وخته خوراك ٬ استوګنه ٬ ګرمې بسترې او تحفظ وركولې شي