اسلام آباد 12 دسمبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي چې پخواني حكومت په ورثه كښې خراب معاشي صورتحال پرېښې ٬ د پارلمان غړيتوب كرپشن پټولو لپاره د ډهال په توګه بايد ونه كارولې شي٬ بايد ايوان دا قرارداد په اتفاق منظور كړي چې چا د قام پېسه لوټ كړې معافي به نه مومي۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د خبرو په مهال شفقت محمود ووئيل چې په حكومت د تنقيد نه ??ړا??دې بايد شاهد خاقان عباسي دا سوچ وكړي چې ھغوي په ورثه كښې مونږ لپاره څه پرېښې دي٬ د اتلس نيم ار??ه ډالرو د كرنټ اكاٶنټ زيان٬ د دولس نيم ار??ه ډالرو ادائيګي ئې زمونږ په ذمه پرېښې٬ د كال 1980 نه راواخلۍ او ووائۍ چې ھغه وخت د چا څومره اثاثې وې او اوس څومره دي٬ د اثاثو او ټېكسونو تفصيلات د كال 1980 څخه ترلاسه كېدې شي ٬ د ځينو پخوانو وزيراعظمانو د ټېكس ريټرنز تفصيلات مونږ سره موجود دي ٬ پخوا??ي وزيراعظم په كال 1980 كښې يوازې 534 روپۍ ټېكس وركړې٬ ښه به وي چې په دې معامله ايوان مخ په ??ړا??دې تګ وكړي٬ دا ايوان مونږ ټولو له مقدس دے خود پارلمان غړيتوب كرپشن پټولو لپاره د ډهال په توګه بايد ونه كارولې شي۔ د اتلسم بدلون د لارې په دريو كښې يوه برخه آئين بدل ك??ې شوې ھغه وخت د نېب قانون ولې بدل نه ك??ې شو٬ دوي دا كار ځكه نه دې كړې چې د دې خبرې اندېښنه وه چې د دوي ګرېوان ته هم لاس تللې شي٬ بايد مونږ په ګډه قرارداد منظور كړو چې چا هم د دې قام يوه روپۍ خوړلې ھغه به نشي