اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) د خزانې وزیر اسد عمر وئيلي دي حکومت د هېواد معیشت پخپلو پښو اودرولو لپاره كوټلې ګامونه پورته كوي٬ برآمدات زياتولو لپاره سوداګر او كروندګرو مضبوطوٶ٬ د حكومت سل ورځنۍ كاركردګي د اطمينان وړ ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ??رځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره په خبرو كښې وكړه۔ اسد عمر وو??يل حکومت معیشت پخپلو پښو اودرولو لپاره كوتلې ګامونه پورته كوي٬ ده وو??يل د ملازمتونو موقعو كښې اضافې لپاره پاليسي به ډېر زر اعلان كړې شي۔ ده وو??يل حكومت په سل ورځو كښې رېكارډ كار كړې چې په تېر وخت كښې ئې مثال نه ترلاسه كېږي۔ ده وو??يل د ھغه ادارو نجكاري روانه ده كومې چې د ستراتېژك اهميت وړ نه دي٬ س??يل ملز او پي آئي اے پ?? خپلو پښو اودرولو لپاره د نجكارۍ د فهرست نه لرې كړې شوې