اسلام آباد 14 نومبر (اے پی پی) د اف??انستان د بهرنيو چارو وزارت د اېس پی طاهر خان داوړ مړې د ننګرهار ولايت څخه د ترل??سه كيدو تصدیق كړې ٬ په دې لړ كښې د اف??انستان د بهرنيو چارو وزارت کابل كښې د پاکستان سفارت خبر كړې ، د مړې سره نزدې د طاهر خان داوړ سروس کارډ هم ترل??سه شوې۔ د شورو پھ ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې د اف??انستان د بهرنيو چارو وزارت کابل كښې د پاکستان سفارت خبر كړې چې د ننګرهار ولايت در بابا ولسوالۍ ځائې كسانو ته يو مړے ترل??سه شوې۔ اف??ان چارواكو تصدیق کړې چې د مړې سره نزدې د خېبر پښتونخوا د اېس پی طاهر خان داوړ سروس کارډ هم ترل??سه شوې۔ ځائې پوليس مړې د مومند درې ډسټرکټ او بيا دې نه پس اف??ان چارواكو جلال آباد ته منتقل کړې۔ د مړي وصولی او ضروری کارروائی بشپړيدو نه پس به جلال آباد كښې د پاکستان قونصلیټ جنرل مړې د طورخم پولې د لارې پاکستان ته راوړي۔ وياند له مخې د اف??انستان د بهرنيو چارو وزارت د اف??ان سفارت سره نزدې رابطه كښې دې دغسې کابل كښې هم د پاکستان سفارت د تيرې شپې راهسې د اف??انستان د بهرنيو چارو وزارت سره په تماس كښې دے