اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شيرين مزاري سره د سنټر فار سوشل جسټس ايګزېكټو ډائرېكټر پېټرجېكب پھ مشرۍ كښ?? پلاوي د جمعې پھ ورځ ملاقات كړې۔په پلاوي كښ?? د آئي ډي آر اے سي ډائرېكټر امجد نذير د بائيټس فار آل رابطه كاره فاطمه عاطف او نور كسان شامل وو۔د ملاقات په مهال پلاوي وفاقي وزيره د اقليتونو د حقونو په اړه چارو او دوي ته د پیښو ستونزو نه خبره كړه او د دې حل لپاره يې تجويزونه وركړل۔وفاقي وزيرې پلاوي سره په خبرو كښ?? ووئ??ل اوسنې حكومت د بنيادي حقونو تحفظ او پھ خاص ??وګ?? د اقليتونو د حقونو تحفظ لپاره پوخ عزم لرم۔هغې پلاوي ته د مسئلو حل لپاره په بېړنۍ ??وګ?? د اقداماتو كولو باور وركړو۔وفاقي وزيرې سره د پروګريسيو يوت سوسائټي آف پاكستان چيف ايګزېكټو آفيسر جبير خان په مشرۍ كښ?? يو پلاوي هم ملاقات كړے۔د ملاقات پھ مهال د سوسائټۍ چيئرپرسن هما جميل بابر او نور چارواكي هم موجود وو۔پلاوي وفاقي وزيره د ادارې لخوا ځوانانو لپاره د شوو اقداماتو نه خبر كړه۔پلاوي په دې لړ كښ?? تجويزونه هم وركړل۔وفاقي وزير پلاوي سره په خبرو كښ?? ووئيل ځوانان د هېواد او قام اثاثه دي٬هغې په ځوانانو كښ?? د صلاحيتونو راڅرګندو??و لپاره د ادارې كاركردګي وستائېله۔هغې ووئ??ل اوسنې حكومت د ځوانانو بهترۍ٬لوړو زده كړو او د روزګار وركولو پشمول د مثبتو چارو ودې لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي٬هغې پلاوي ته د ځوانانو د ستونزو حل كولو باور هم وركړو