پېښور 21 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د ژوند بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكو خلقو د وزيرا??ظم عمران خان قوم ته د وړومبې وېنا ستائنه كړې او وئيلي ئې دي چې نوي ټاكل شوي وزيرا??ظم په ټولو ستونزو خ??رې كړې دي كومې چې د ګوند د منشور او د سل ورځو د پلان برخه وې٬ د قوم نظر په عمران خان دے٬ د هېواد تقدير بدلولو لپاره د نيت د خلوص او د عملي اقداماتو كولو ضرورت دے۔ اے پي پي سره په خاص خبرو كښې د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ نوي ټاكل شوي غړي تېمور سليم جهګړا ووئيل چې وزيرا??ظم په خپله وېنا كښې په ټولو ستونزو خ??رې كړې دي او په دې كښې مهمې قومي معاملې شاملې وې۔ د دې مسئلو حل لپاره وزيرا??ظم نوي وفاقي حكومت ته احكامات هم جاري كړي د??۔ ووئيل چې وزيرا??ظم كومې خ??رې كړې دي٬ هغه د ګوند د منشور او د سل ورځو د پلان برخه وې۔ د پېښور هائي كورټ بار اېسوسي اېشن پخواني صدر فدا ګل اېډوكېټ هم قوم ته د وزيرا??ظم ?? وېنا ستائنه كولو سره ووئيل چې د عمران خان لخوا د وزيرا??ظم هاؤس د اخراجاتو كمولو اعلان ښه اقدام دے٬ د قوم نظر په عمران خان دے٬ د هېواد تقدير بدلولو لپاره د نيت د خلوص او د عملي اقداماتو كولو ضرورت دے۔ سينئر خبريال او تجزيه نګار محمود جان بابر اے پي پي ته ووئيل چې د نوي ټاكل شوي وزيرا??ظم وېنا په يقيني توګه متاثر كوونكې وه۔ ده ووئيل چې د ټېكس اصلاحات٬ سادګي او كفايت شعاري٬ د بندونو جوړول٬ قرض كمول او ګاونډي هېوادونو سره ا??يكې ټېنګول به نوي حكومت لپاره لوي چېلنجونه وي۔ ده ووئيل چې قوم د عمران خان نه ډېرې هيلې لري او د وزيرا??ظم جوړېدو ن پس ئې دا هيلې لا زياتې شوې دي٬ اوس به نوي حكومت لپاره لازم وي چې خپل كړي لوظونه پوره كړي۔