اسلام آباد 16 اګست (اے پي پي) د پاکستان تحریک انصاف وائس چیرمین شاہ محمود قرېشي وئيلي دي چې د پنجاب وزیراعل??ٰ نومول د عمران خان اختيار دے٬ په دې لړ كښې د مشاورت عمل ترسره شوې او ??ن د جمعې په ورځ به د پنجاب اعلٰې وزير نامه اعلانولې شي۔ نجي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل د پنجاب اسمبلۍ سپيكر چو??ۍ لپاره د پي ټي آئي اتحادي ګوند كانديد پروېز الهي په اكثريت سره كامياب شوې او سوګند ئې هم پورته كړې۔ ده ووئيل خېبر پښتونخوا كښې زمونږ حكومت جوړ شوې او ??ه بلوچستان كښې هم زمونږ سپيكر او دوهم سپيكر منتخب كړې شوې دې۔ ده ووئيل د پي ټي آئي ترمېنځه هېڅ اختلاف نشته بلكې پيپلز ګوند مسلم ليګ (ن) څخه د لاتعلقۍ اعلان كړې دې او ??نجاب كښې د سپيكر په انتخاب كښې ئې د مسلم ليګ (ن) كانديد ته ووټ نه دې وركړې او د محمد شهباز شريف د وزيراعظم په نومول كېدو ئې هم د خپلو تحفظاتو څرګندونه كړې ده ځكه چې ھغوي دا ګڼي چې دې چو??ۍ لپاره دغه نامه مناسب نه د??۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پنجا ب اعلٰی وزير لپاره د يو داسې كس په لټون كښې يو چې داغ پرې ??ه وي او د نوي پاكستان موقف او ??ه جذبه ښه پوهېږي او ھغه په ھغه ډول حكمراني وكړې په كوم ډول چې د پاكستان اولس پي ټي آئي سره توقعات تړلي دي او د عمران خان وژن او د ھغه پروګرام ئې ذهن سره مطابقت هم لري