پېښور 15 اګست (اے پي پي) د پاکستان تحریك انصاف د صوبائي اسمبلۍ غړو شاہ فرمان، شهرام خا?? ترکئۍ او عاطف خا?? وئيلي دي عهدې هېڅ منعې نه لري اصل څيز د اولس خدمت دے٬ د ګوند مشر مو چې كوم ځائ اېډجسټ كړي مونږ به اعتراض نه لرو او د تېر وخت په نسبت به د اولس زيات خدمت كولو سره د ھغوي باوري له هڅې كوٶ۔د شورو په ورځ د پارلمان نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې دوي ووئيل اولس سره كړې لوظونه به په هر صورت ترسره كوٶ٬ د ګورنر هاٶس خرڅونه او وي آئي پي كلتور به ختموٶ٬ نوي پاكستان كښې به ټول اولس ته يو برابر حقونه وركولې شي٬ دوي ووئېل په شتمند پاكستان كښې كه اولس د غربت د كرښې نه لاندې ژوند كوي نو دا زمونږ غلطي ده ۔ د يوې ??وښ??نې په ځواب كښې ووئيل شول د ګورنر جوړېدو په صورت به ګورنر هاٶس نه كاورو ٬ د ګورنر هاٶس خرڅونه او وي آئي پي كلتور به ختموٶ او د قبائيلو محرومۍ ختمولو سره به قبائيلي ضلعې د پر??ختګ په لور روانوو۔ شهرام ترکئۍ ووئيل مونږ د اسمبلۍ رواياتو له مخې غوښتل چې د سپيكر او دوهم سپيكر بې مقابلې انتخاب وشي خو مخالفه ډله په دې سلا نه شوه ۔ كه صوبه كښې هره ذمه واري راكړې شوه قبولوم به ئې او د اولسي مېنډيټ له مخې به څلور چنده زياته خواري كوم۔۔ عاطف خا?? ووئيل نوې ټاكلې سپيكر او دوهم سپيكر د نرمې لهجې خا??ندان دي هيله لرو چې ټولو سره په ګډه به مخ په وړاندې ځي۔ ده ووئيل زما په نزد عهده ضروري نه ده٬ زه سياست ته عمران خا?? راوستې يم كومه پرېكړه چې ھغه وكړي قبوله به وي هېواد او د صوبې پر??ختګ لپاره به په زړه پور كردار ترسره كوم