اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي پاكستان ??رك??ې سره قوي دوه اړخيزه اړ??كې لري٬په دې اړيكو په سياسي نظام كښې بدلون هېڅ اثر نه پرېباسي ٬وخت سره سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه په سياست??دف??ع٬تعليم او د تجارت په اړه اړ??كې لا ښه شي۔اناطوليا خبري اژانس سره په خپله يوه خاص مركه كښې اولس مشر ووئيل د پاكستان او ??رك??ې ترمينځه اړ??كې پھ الفاظو كښې نه شي بيانېدې۔دواړه هېوادونه ځانګړی او قوي اړ??كې لري چې بنياد يې په ورثه كلتور٬او مذهب جوړ دے۔ده وئيل دا اړيكې به وخت تېرېدو سره لا قوي شي۔زما په خيال د سياسي نظام يا په نړۍ كښې د كوم بدلون به په دې اړيكو آغېز ونه شي۔اولس مشر ممنون حسېن د ??رك??ې د اولس مشرۍ په ټاكنو كښې د رجب طيب اردوان په كاميابۍ مباركي وركړه او هغه يې خپل ورور وګرځولو۔ده ?? ترك قوم خوشحالۍ او پرمختګ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔اولس مشر ووئيل په سباؤن كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارتي اړيكو زياتېدو هيله ده۔اولس مشر ووئيل ??رك??ه د منطقې مهم هېواد دے او د اقتصاد په څانګه كښې ښه كار كوي۔پاكستان غواړي چې د خپلو مصنوعاتو د ??رك??ې مصنوعاتو سره تبادله وكړي۔اولس مشر د ??رك??ې لخوا پاكستان نيوي ته د سمندري جهازونو د خرڅولو اقدام وستائېلو او وې وئېل د اوږدې مودې نه د دواړو هېوادونو ترمينځه په دې اړه مرسته روانه ده او په نورو څانګو كښې به هم مرسته وده وكړي۔اولس مشر د ??رك??ې د كوآپرېشن اينډ كوآرډينېشن ايجنسۍ لخوا په پاكستان كښې كار وستائېلو او وې وئېل دا اداره د زلزلې او سېلابونو په مهال د ځپليو مرستې لپاره په فعاله ډول كار كوي او چا چې په پاكستان كښې يې يو شمېر سكولونه او روغتونونه هم جوړ كړي۔اولس مشر ممنون حسېن ووئيل پاكستان د شنګهائي مرستې تنظيم د غړيتوب په ترلاسه كولو به د ??رك??ې هركلې كوي۔دې سره به تنظيم ته ډېره ګټه ورسي