اسلام آباد 20 جون (اے پي پي) د قا??ون لنډ مهاله وفاقي وزير بېرسټر سيد علي ظفر وئيلي دي فاټا كښې قا??وني او ا??تظامي اصلاحاتو سره سره دې سماجي پرمختګ او پرمختيائي منصوبو بشپړولو كښې تندوالې راوستل?? شي٬ قبائيلي سيمې خېبر پښتونخوا كښې د انضمام عمل بشپړټيا له به په جنګي بنيادونو كار كول وي۔ وفاقي وزير دا خبرې د قبائيلي سيمو ا?? فاټا په خېبر پښتونخوا كښې د انضمام پحقله د جوړې كړې كمېټۍ غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ د انصاف وفاقي وزير ووئيل قبائيلي سيمې د جنګ نه پاكې٬ سوله ايزې جوړول٬ د قبائيلو مخ په وړاندې تګ لپاره ښ?? چاپېريال وركول٬ د تحفظ احساس وركول٬ د هېواد د نورو سيمو پشان د سماجي خدماتو وركړې سره به بنيادي حقونه او تحفظ باوري كول?? شي۔ د قا??ون وزير اړوندو چارواكو سره د قوانين د مسودې جوړولو كار پخپله پېل كړے۔ كمېټۍ ووئيل د فاټا پشمول د سيمو پرمختګ لپاره دې د فنډز وركړه باوري كړ?? شي۔ كمېټۍ د پخوانۍ فاټا پحقله د ټېكسېسن نظام په اړه په راتلونكې غونډه كښې اېف بي آر ته د جامع او د عمل جوګه تجويزونو وړاندې كولو ا??ر وكړو۔ كمېټۍ راتلونكې غونډه به د جون په 23مه نيټه كېږي چې پكښې به د تېرو غونډو د پرېكړو جاج اخستل?? شي ۔ په غونډه كښې د سېفران٬ پلاننګ او دفاع سېكترانو ا?? د جي اېچ كيو نمائندګانو ٬ اے سي اېس فاټا٬ اېف بي آر٬ د خزانې وزارت٬ اے اېس پي اېم افس٬ د خېبرپښتونخوا د فنانس سېكتر٬ د خېبر پښتونخوا داخله وزارت سېكتر او د قا??ون او ا??صاف صوبائي چارواكو ګډون وكړو