اسلام آباد ۔ 07 مئی (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي پاكستان به سباؤن كښې د سرمايه كارۍ په لړ كښې يو مهم منزل وي۔ غريبۍ ختمولو او معاشي سوكالۍ له شرح نمو تر 9 فيصد ك??ل زيات ضروري دي۔ 5 كاله كښی ه??وا?? څخه مو ترهګري او د توان ستونزه ختمه كړې۔ غېر ملكي سرمايه كارو ته پاكستان كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركوؤ۔ ده د ګل په ورځ د سرمايه كاري بورډ او جنګ ګروپ په مرسته راجوړ كړې شوي سرمايه كاري كنفرنس ته خطاب كولو۔ د كنفرنس سرخط شرح نمو تر 9 فيصد رسول وو۔ وزیراعظم ووئيل په 5 كلونو كښې مو د چېلنجز باوجو پرمختګ كړې۔ پاكستان څخه مو د ترهګرۍ پټ ځايونه ختم كړي۔ په بنيادي اډانه كښې غوره سرمايه كاري شوې۔ ه??وا?? كښې مو 17 سوه كلوميټر موټروېز جوړه كړې۔ وزیراعظم ووئيل ه??وا?? كښې په اولني ځل ټېكس اصلاحات وكړې شول۔ په پرمختيائي پالېسيو عمل كوو۔ ده ووئيل زمونږ حكومت چې كله راغلو نو شرح نمو 3 فيصد وه مونږ دا يو په دوه كولو سره دا 6 ته رسولې۔ ده ووئيل په سوؤنو كمپنۍ پاكستان كښې سرمايه كاري كوي۔ ه??وا?? سرمايه كارو له اولنۍ ترجيح جوړېږي۔ وزيراعظم ووئيل 5 كاله كښی ه??وا?? څخه مو ترهګري او د توان ستونزه ختمه كړې۔ ه??وا?? كښې مو د ګاز ستونزه ختمه كړې۔ د برېښنا په ستونزه قابو موندلو له مو كوټلي ګامونه پورته كړي۔ وزیر اعظم ووئيل اقتصادي راهداري د ه??وا?? د پرمختګ وژن دے۔ دا د سيم?? ايزو رابطو مهم جز دے۔ لوئيديز چين د پاكستان بندر ځايونو سره د تړلو زياتره منصوبې ترسره شوي دي۔ د ه??وا?? په تاريخ كښې دويم حكومت خپله آئيني موده ترسره كوي۔ ده ووئيل د زده كړو په څانګه كښې ښه والي او 100 فیصد انرولمنټ باوري كولو له به په 100،100، 100 پروګرام عمل كوؤ۔ صوبائي حكومتونو سره په ګډه كار كولو سره به دا پروګرام كاميابۍ سره پايې ته رسوؤ۔ وزیراعظم په دې مهال سرمايه كارو ته د بشپړې مرستې باور وركولو سره ووئيل دلته به د دوئي سرمايه محفوظ وي او دوئي ته به د سرمايه كارۍ په زړه پورې ګټې ترلاسه وي۔ وزیراعظم ووئيل د پاكستان سباؤن د سرمايه كارۍ په لړ كښې يو مهم منزل دے۔ د پاكستان چې كوم عكس ښودلې شي حقائق د دې په ضد دي. په دې موقع د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعیل خپلې وېنا كښې ګډون كوٶنكي د مسلم ليګ (ن) حكومت لخوا قوي معيشت لپاره د پورتې كړې شويو اقداماتو ٬ وګړو لپاره په ټېكس كښې د كمي او د مراعاتو نه خبر كړل۔ ده ووئيل ټېكس نه وركوٶنكو لپاره سزاګانې هم ټاكلې شوې دي٬ پاكستان كښې ټېكس نه وركوٶنكې وګړي به په ه??وا?? كښې زمكه او نوي ګاډي ??شي اخستې٬ فارن كرنسي اكاٶنټ به هم ??شي پرانستلې۔ ده ووئيل پاكستان په كال 2025 كښې د مېنځنې درجه كښې په نړۍ كښې په پن??م لمبر كېدونكې دې او نړيوالو كمپنو سره به پاكستان كښې د سرمايه كارۍ نه علاوه د دې د پرېښودو هېڅ آپشن نه وي۔ ده ووئيل د پاكستان 60 فيصده آبادي په ځوانانو مشتمل ده كه چرې دوي تعليم يافته وي نو دوي لپاره ډېر مراعات دي۔ ده ووئيل پاكستان خارجي سرمايه كارو لپاره پراخه ه??وا?? دې او څوك چې دلته سرمايه كاري كوي ھغوي به پاكستان خپل دوست بيا مومي