اسلام آباد ۔ 16 مارچ (اے پی پی) داخله وزير پروفیسر احسن اقبال وئيلي دي حكومت د ترهګرۍ ٬ توان او ??عي??ت ستونزو هوارولو سره سره د ټېكنالوجي او علم په څانګه كښې هم بنيادي ګامونه پورته كړي دي د كومو اثرات به چې راتلونكي وخت كښې رامخې ته شي۔ ده ووئيل پاكستان اوس د ټېک آف پوزیشن كښې دې۔ د مايوسۍ خبرې بايد ونك??ې شي۔ په كال 2013ء كښې چې كوم هېواد د نړۍ تر ټولو خطرناګ هېواد ګرځولې شو هغه نن د آسيا يو رامخې ته كېدونكې ??عي??ت منلې شي۔ د جمعې په ورځ نسټ پوهنتون كښې د نېشنل سېنټر آف آرټیفشل انټېلېجنس پرانستې دستورې ته خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل زمونږ په وخت كښې د سلېټ او تختۍ زمانه وه كومه چې ختمه شوې۔ اوس ټیبلټ او فور جی د هغې ځائې نيولې۔ د پېن لټرېسی په ځائې کمپیوټر لټرېسي راغلې۔ شل دېرش كاله وړاندې چې كوم معلومات په كتابتون??نو كښې وو هغه د سمارټ فونز په شكل كښې زمونږ په جېب??نو كښې دي۔ ده ووئيل د بده مرغه سائنسي ايجاداتو كښې مونږ ډېر وروستو پاتې شوې يو۔ نن په مسلمانانو كښې سائنسدانان په نظر نه راځي۔ ده ووئيل كه مونږ په سائنس او ټیکنالوجۍ كښې غلبه ترلاسه كړو نو نړۍ كښې بيا څوك زمونږ د سپكاوي جراﺀت كولې نه شي۔ ده ووئيل د ابن خلدون، بو علی سینا، رازی او ابن الهېشم په شان مسلمان سائنسدانان اوس نه پېدا كېږي۔ وفاقي وزير ووئيل لوئے څښتن مونږ ته د مشاهدې ٬ تدبر او تفكر بلنه راكړې ولې چې د كائنات په نظام پوهېدل لوئي څښتن ته درسېدو سوب ګرځي۔ ده ووئيل د مشرف په دور كښې ماته مدينه منوره كښې د كار كولو موقع ترلاسه شوه نو ما ??ليدل چې حرم شريف كښې د موبائل فون د لارې به د عكس اخستونكو موبائل ضط كولې شو۔ نن داسې نه ده۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ 10 زره مېګاواټ برېښنا پېدا كړه۔ ??عي??ت مو مخ په وړاندې بوتلې۔ ده ووئيل هره ضلع كښې به د پوهنتون كېمپس جوړولې شي دغسې چې د لرې پرتو سيمو زلمو ته هم د اعلی تعليم ترلاسه كولو موقع په لاس ورشي۔ ده ووئيل د امريكا په پوهنتون??نو كښې د چين 3 لکهھ او د هند د 150 زره څخه زيات كوچنيان زده كړې ترلاسه كوي۔ د پاكستان د بچو شمېره 5 زره 6 ده۔ ده ووئيل چین څخه تر پاكستان انفارمېشن هائی وے جوړولې شي۔ ده ووئيل مونږ پیور ریسرچ نه بلكې اپلائیډ ریسرچ ته اړتي?? لرو۔ ده ووئيل دې سېنټر جوړېدو سره به د آرټیفشل انټیلیجنس څانګه ډېره وړاندې لاړه شي۔ ده ووئيل مونږ له به د ټېكنالوجي نوې څانګو څخه استفاده كول وي او زلمو ته هم دا موقعې بايد ورك??ې شي۔ وفاقي وزير ووئيل 100 زره زلمو ته به آئي ټي سېكټر كښی تربيه ورك??ې شي۔ دستورې ته د نسټ روغتون رېکټر لېفټېننټ جنرل (ر) نوید زمان ووئيل نېشنل سینټر آف آرټیفشل انټیلیجنس به پاکستان كښې د ټیکنالوجیکل اېنونسمنټ مركز وي۔ وروستو وفاقي وزير نسټ كښې د تيار ك??ې شوي نوي وهیل چیئر، روبوټس او د میډیکل ډیوائسز هم معائنه وكړه۔ داخله وزير د سېنټر پرانسته وكړه۔ په دې مهال د بېلو پوهنتون??نو وائس چانسلران او د اېچ ای سی او پلاننګ کمېشن مشران چارواكي هم موجود وو