هري پور 17 جنوری (اے پي پي) د مسلم ليګ(ن)سناتور آصف كرماني وئېلي دي نواز شريف هېواد د پرمختګ او خ??شحالۍ په لاره روان كړې٬د هېواد څخه لوډشېډنګ ختم شوې٬فسادي ټوله لاهور ته تللې او كانټينرې يې لګولې ??ي٬??غه د پاكستان پاسپورټ هم نه لري٬د هغه كار فساد جوړول دي٬عمران خان پھ خېبرپښتونخوا كښې حكومت جوړولو نه پس بيا اولس پلو كتلې هم نه دي۔ ده ووئېل دې خلقو په كال 2014م كښې اسلام آباد كښې په كانټينرو ګډاګانې كولې٬په لاهور كښې ج??ړ كانټينر د خزلې دے او دوه څلور ورځې پس به خلق پھ دې كښېخزله اچوي٬ هغه خلق چا چې د پاكستان جوړیدو او د قائداعظم مخالفت كړې وو٬نن هغه ټول ټګان په لاهور كښې راجمع شوي ۔ده دا خبرې د شورو په ورځ د مسلم ليګ(ن)په سېكرټرېټ كښې د محمد نواز شريف د 20مې جنورۍ د غونډې په اړه كارمندانو ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ده ووئيل چې كله د نواز شريف پھ ضد كرپشن ثابت نه شو نو خ??الي تنخا او اقامه بهانا كړې شوه او د اقتدار څخه لرې كړی شو۔په داسې حال كښې چې پاكستان د پرمختګ په پلو روان و۔ ده ووئېل د دې منطقې په تاريخ كښې سټاك ايكسچېنج 55 زره ??وائنټس ته تللې وو او نن بيا 16 زرو ته راټېټ شوې۔ده ووئيل خلقو ته معلومه ده چې محمد نواز شريف بې ګناه او بې قصوره دے۔خلق نواز شريف سره ??ينه لري٬۔پھ دې موقع د مسلم ليګ(ن)نورو مشرانو هم وېنا وكړه۔(