اسلام آباد 29 نومبر (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي چې معاشي پرمختګ له د توان غوښتنه ترسره كولو په لړ كښ?? منصوبې پاې ته رسولې شي٬د حكومت ترجيح د ماحول دوست او ارزانې برېښنا رسنه ده٬د هېواد سباؤن جمهوريت سره تړلې دې٬راتلونكې ټول ټاكنې به په خپل وخ?? كېږي٬د رايو اختلاف باوجود د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ په ضد ټول يو موټې يو۔ ده د شورو په ورځ پھ پورټ قاسم د توان منصوبې پرانستې دستورې ته خطاب كولو۔په دستوره كښ?? وزيرانو٬د سندھ ګورنر محمد زبير٬دوهم وزير ع??بد شېرعل?? او د چينائي چارواكو سره سره قطري شهزاده هم ګډون وكړو۔وزيراعظم دستوره كښ?? ګډون كونكو ته هركلے وئېلو سره ووئيل په پورټ قاسم كښ?? كوئلې څخه د برېښنا د پیدا كولو 660 مېګاواټ يونټ پرانسته خوشبينه ده او دا منصوبه د پاك چين ملګرتيا ښكاره ثبوت دې۔ده ووئيل دا منصوبه د دوه ارب ډالرو په لګښت په 2 نيم كاله موده كښ?? ترسره شوه او د دې دوئم يونټ به هم د راروان كال فروري مياشت كښ?? ترسره شي۔وزيراعظم ووئيل پورټ قاسم پاور پلانټ به كراچۍ كښ?? تر ټولو ارزانه برېښنا پېدا كوي۔ده ووئيل د دې منصوبې بنياد په 2015 كښ?? اېښودلې شوې او دا د سي پیك تر سيوري لاندې ترسره كېدونكې اولنۍ لويه منصوبه ده۔ده ووئيل سي پېك نن يو حقيقت دې او په دې اړه پاكستان په بشپړه توګه عزم لري۔وزيراعظم ووئيل په 2013 كښ?? به 16 ٬ 16 ساعته لوډشېډنګ كېدو نن پاكستان د اضافي برېښنا پیدا كولو جوګه شوې۔ده ووئيل زمونږ حكومت يو خوا ماحول دوست توان پیدا كولو ته خاص پام كو?? او بل خوا صارفينو ته د ارزانې برېښنا وركولو له هم ګامونه پورته كوي۔د دې هڅو په نتيجه كښ?? نېپرا صارفينو لپاره د يونټ په سر د برېښنا نرخ دوه روپۍ كم كړی۔وزيراعظم ووئيل وفاقي حكومت د صوبو سره د پرمختګ په عمل كښ?? بشپړه مرسته كوي۔ده ووئيل د هېواد سباؤن جمهوريت سره تړلې٬راروانې ټول ټاكنې به په اګست 2018 كښ?? كېږي٬ده ووئيل دا مهال هېواد كښ?? فعال جمهوريت٬آزاده مېډيا او ادارې كار كوي۔د رايو اختلاف كېدې شي ولې مونږ د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ په ضد يو موټې يو۔په دې مهال وزيراعظم د اوبو او برېښنا وفاقي وزير په حېث د خواجه محمد آصف خذمات وستائېل او د دې منصوبې په ترسره كېدو كښ?? يې د ټولو ادارو او سركار?? او نجي شراكتدارو په مرسته د دوي مننه وكړه