اسلام آباد 09 نومبر (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن ميا رضا رباني د سر شمېرو په اړه د غړو تحفظاتو پحقله (نن) د شماريات ډويژن چا??واكي راوبلل٬ غړو ته به د سر شمېرو د نتيجو په اړه بريفنګ وركولې شي۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ غونډې په مهال د قانون وزير زاهد حامد په سر شمرو د تحفظاتو په اړه بحث راغونډولو سره ووئيل چې په مئي كال 2017 كښې سر شمېرې بشپړې ??وې دي٬ سپېځلتيا باوري كولو لپاره د صوبو ټكنيكل كمېټۍ جوړې ??وې او دې كمېټو د شماريات ډويژن دوره وكړه ۔ ده ووئيل خېبر پښتونخوا او پنجاب د اطمينان څرګندونه و كړه او سندھ نور تفصيلات وغوښتل په كومو چې كار روان دې٬ يو كمېټۍ په شماريات اداره كښې د تحفظاتو څرګندونه نه ده كړې۔ ده ووئيل پنځه نړيوالو ډلو هم د سر شمېرو مشاهده كړې ۔ ده ووئيل 6.2 مېليونه كېسونه شكمن ٶ كوم چې نورو پلټنو لپاره لېږلې ??وې دي۔ ده ووئيل صوبائي حكومتونه د رورل او اربن سرحدونو تعين كوي٬ د كډوالو ډېټا جلا جوړه كړې شوه ٬ 19 كاله پس سرشمېرې ??وې دي٬ 17 اربه روپۍ خرڅ كړې ??وې دي۔ده ووئيل دا عمل سپېځلې او د باور جوګه جوړولو لپاره اقدامات شوې۔ ده ووئيل حكومت غواړي چې د دې ت??فظاتو او ګېلو خاتمه وشي۔ ده ووئيل كوم سناتوران چې ت??فظات لري د ھغوي تحفظات لرې كولو لپاره د شماريات ډويژن لخوا د تفصيلي بريفنګ اهتمام كېدې شي۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن د غړو تحفظاتو پحقله (نن) د شماريات ډويژن چا??واكي راوبلل٬ غړو ته به د سر شمېرو د نتيجو په اړه بريفنګ وركولې شي