کوئټه۔19مارچ( اے پی پی ) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق خان سنجراني وئيلي دي ما او زما ملګرو په ګوند كښې د شاملېدو په ځائې د خپل آزاد حېثيت په ځائې ساتلو پرېكړه كړې۔ مونږ لوئې اكثريت سره ټاكنې ګټلي دي له دې كبله زمونږ په ضد د عدم اعتماد كوم تحريك امكان نشته۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د خاص الوتكې د لارې دالبندین هوائي مېدان ته په رسېدو ځائي خبريالانو سره خبرو كښې وكړه۔ په دې مهال د پی پی پی او پی ټی آئی غړو ٬ قبائلي مشرانو ٬ سياسي شخصياتو او لوئې شمېر كسانو ده ته په ده د ګلونو شيندلو او ورته هارونه اچولو سره تود هركلې ووې۔ په دې موقع ده په كامياب جوړولو يو وارې بيا د عمران خان او زرداري مننه وكړه۔ د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق خان سنجرانی په درناوي كښې د جے یو آئی (ف) لارښود سردار نجیب سنجرانی لخوا د غرمې مېلمستيا وكړې شوه۔ دې څخه وروستو ده چاغي كښې د نوموړي بزرګ بابا بلانوش مزار ته حاضري وكړه چرته چې د يو شمېر عويانو صدقه هم وركړې شوه