GAMES Catalog
10 Mahjong 2 Player 2048 3d Mahjong Addition Adventure Time Alien Alphabet Animal Apple & Onion Arcade Archery Art B& W Mahjong Barbie Base Defense Baseball Basketball Batman Battleship Beat Em Up Ben 10 Bike Bingo Blackjack Board Games Boat Bowling Boxing Breaker Brick Breaker Bubble Shooter Bugs Bunny Bunnicula Car Card Cartoon Cat Chain Reaction Chess Chhota Bheem Christmas Clarence Classic Clicker Color Coloring Comics Connect 3 Connect the Dots Cooperative Cowboy Craig of the Creek Crash & Bernstein Cricket Cross the Road Crossword Darts Dennis & Gnasher Descendants Destruction Dice Digging Disney Division Dog Dominoes Dora Drawing Dress Up Driving Easter Education Environmental Escape Exclusive Fairly OddParents Fighting Filling Find Differences Fishing Flappy Bird Floogals Flying Food Football Freecell Solitaire Frozen Fungies Funny Gambling Gamer's Guide Geography Geometry Girl Golf Golf Solitaire Grabber Mahjong Grizzy & the Lemmings Gumball Gun Halloween Hand Drawn Health Helicopter Henry Danger Hexjong Hidden Object Hockey Holiday Idle Independence Day Inspector Gadget Isometric Jigsaw Puzzles Jumping Kids Kindergarten Klondike Solitaire Knife Throwing Knight LEGO Logic Looney Tunes Loud House Mahjong Mahjong Connect Mahjong Sequence Mahjong Slide Mahjong Solitaire Mao Mao Master Moley Math Maze Maze Attack Memory Merge Mighty MagiSwords Minesweeper Mobile Motorcycle Movie Mr. Bean Multiplication Muppets Music Neon New Years Ninja Nonograms Numbers Parking Path Making Pattern Penn Zero Phonics Physics Pin Pull Pinball Pirate Pixel Platform Plumber Poker Police Pool Powerpuff Girls Preschool Puzzle Pyramid Solitaire Quiz Racing Ragdoll Reading Regular Show Religious Rotate Puzzle RPG Running Rusty Rivets Sandbox Sanjay & Craig Science Scooby Doo Shooting Simulation Skateboard Slicing Slide Puzzles Slots Smurfs Snake Snow Soccer Sofia the First Sokoban Solitaire Sorting Space Spelling Spider Man Spider Solitaire SpongeBob Sports St Patrick's Day Stacking Star Star Wars Steven Universe Stickman Strategy Subtraction Sudoku Survival Swimming Sword Taffy Tangram Tank Tap Teen Titans Go Tennis Tetris Thanksgiving TMNT Tom & Jerry Tower Mahjong Traffic Management Train Transformers Tripeaks Solitaire Triple Mahjong Truck Tycoon Typing Uncle Grandpa UniKitty Valentine's Day Victor & Valentino Viking Wacky Races Water Watermelon We Bare Bears Wizard of Oz Word Word Search Zombie
گیم کی معلومات
نیا بونس سلاٹ گیم بڑا انعام کیسینو خوش قسمت انعام اسپن روزانہ انعام کے ساتھ کھیلیں بڑا خزانہ جیتیں ٹاپ انعام جیک پاٹ مقبول نئے سلاٹ گیم مشہور ایڈونچر گیم مفت سلاٹ کا تجربہ سلاٹ گیمز مفت سلاٹ مشین آن لائن جوا کیسینو کھیل بہترین سلاٹ گیمز جیک پاٹ جیتیں گیمز ڈاؤن لوڈ کریں موبائل کیسینو گیمز نئی سلاٹ مشین انعامات کے ساتھ کھیلیں سمندری ڈاکو خزانہ گیم

د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او د افغان جمهور ريئس اشرف غني ترمېنځه يو په يو ملاقات٬

image
APP52-06 KABUL: April 06 - Prime Minister Shahid Khaqan Abbasi along with Afghan President Muhammad Ashraf Ghani standing in respect while the National Anthems of Pakistan and Afghanistan played during the Guard of Honour ceremony at Afghan Presidential Palace. APP

کابل 06 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د افغانستان جمهور ريئس اشرف غني په بلنه خارجه وزير خواجه محمد آصف ‘ داخله وزير احسن اقبال‘ د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جھګړا او د قامي سلامتيا صلاحكار لېفټېیننټ جنرال (ر) ناصر خان جنجوعه سره د جمعې په ورځ د كابل دوره كړې۔ په دې موقع د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي او د افغان جمهور ريئس اشرف غني ترمېنجه يو په يو ملاقات نه پس د افغانستان په صدارتي محل كښې د پلاويو په كچه خبرې وشوې۔ په دې موقع افغانستان كښې امن او مصالحت‘ د ترهګرۍ مخنيوي٬ د افغان كډوالو ستنېدل٬ دوه اړخيزه تجارت او د سيمه ايزو رابطو پشمول د پاك افغان اړيكو په ټولو اړخونو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ دواړو مشران په دې خبره سلا شوي چې د افغانستان او پاکستان امن او يوالي لپاره اېكشن پلان د شريكې خوښې ټولو معاملو له پراخه بنياد او منظمو رابطو لپاره ګټور فرېم ورك دے۔ دوي امن او يوالي لپاره د پاك افغان اېكشن پلان له مخې د پنځو واړو مزاكراتو ډلو د فعاله كولو پرېكړه وكړه۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي افغانستان كښې او امن او روغې جوړې له د اولس مشر اشرف غني د وژن او طالبانو ته د امن مذاكراتو د وړاندېزي هركلے وكړو۔ دواړو لارښودو په طالبانو ټېنګار وكړو چې ھغوي دې د امن د وړاندېز په زړه پورې ځواب وركړي او د نور تاخير نه غېر دې د امن عمل كښې شامل شي۔ دوي په دې خبره هم سلا شول چې د افغان شخړې هيڅ پوځي حل نشته او سياسي حل مخ په وړاندې د تللو غوره لار ده ۔ دواړو مشرانو د دې خبرې پخلې وكړو چې ترهګري يو شريك دښمن او خطر دے ۔ دوي خپله خپله خاوره د يو بل په ضد په نه كارولو هم سلا شول ۔ دواړو مشرانو په دې هم اتفاق وكړو چې د دواړو هېوادونو امن ٬ سوكالي او استحكام يو بل سره تړلې دے۔ دوي د دوه اړخيزه او د راهدارۍ تجارت د ټولو مسئلو هواري لپاره په ګډه د كار كولو د عزم پخلې وكړو۔ دواړو مشرانو د دې عزم هم كلكه څرګندونه وكړه چې سياست به په اقتصادي شراكت دارې اثر انداز كېدو له ورنه كړو كوم چې د دواړو هېوادونو د اولس ښګړې لپاره ډېر مهم دے ۔ دواړو د سيمه ايزو رابطو لپاره د خپل عزم بيا څرګندونه وكړه لكه څنګه چې دوي د فرورۍ په 23م نيټه كال 2018 كښې د تركمانستان څخه افغانستان ته د تاپي ګاز پائپ لائن داخلېدو د شريكې پرانستې په موقع هرات كښې كړې وه۔ دواړو مشرانو د رېل ٬ سړك او د ګاز پائپ لائن مهمو منصوبو له پلاننګ او عملدرآمد مخ په وړاندې بوتللو لپاره د شريك اقتصادي كمېسون غونډه زر تر زره رابللو باندې هم سلا وكړه كوم چې به دواړه هېوادونه مېنځنۍ اسياء سره پېوست كوي۔ دواړو لارښودو٬ چمن٬ قندهار٬ هرات رېلوے لائن٬ پېښور كابل موټروے او د رابطې نورې منصوبې مخ په وړاندې بوتللو ته هم سلا شول كوم چې به ګوادر او د كراچۍ د بندر ځايونو د لارې لنډه رسنې وركولو سره سوئيلي او مېنځنۍ آسياء كښې شاندارو موقعو څخه استفادې كولو له مرستياله وګرځې۔ دوي د تاپي او كاسا 1000 منصوبو په زر تر زره بشپړولو هم ټېنګار وكړو۔ وزیراعظم د افغانستان چیف اېګزیکټو ډاکټر عبداللہ عبدالله سره هم ملاقات كړې۔ په دې موقع د دوه اړخيزه اړيكو په ټولو آړخونو د خيالاتو څرګندونه شوې او د قيادت ترمېنځه په باقاعدګۍ سره رابطې روانې ساتلو لپاره اتفاق شوې۔ وزیراعظم افغان اولس لپاره د 40 زره ټنه غنمو د ډالۍ او د دواړو هېوادونو ترمېنځه په برآمداتو د اضافي رېګولېټري ډېوټۍ ختمولو هم اعلان وكړو۔ دواړو مشرانو د قونصلر چارو او د سول بنديانو تبادلې له د خبرو اترو كولو په پېل هم سلا شول۔ افغان اولسمشر اشرف غني او وزیراعظم شاهد خاقان عباسي خپل خپل هېواد كښې امن ٬ سوكالۍ او استحكام لپاره په ګډه كار كولو سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د باور ودې لپاره د عزم پخلې كړې۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د افغانستان جمهور ريئس اشرف غني او چیف اېګزیکټو عبداللہ عبداللہ ته د پاكستان دورې بلنه هم وركړه ۔ وزیراعظم د افغانستان ټولو نسلي ډلو ته د پاكستان دولت او اولس لخوا د ملاتړ څرګندونې لپاره ګلبدين حكمت يار٬ استاد محمد محقق‘ استاد محمد کریم خلیلي او د پیر سید حامد ګېلاني پشمول سينئر سياسي مشرانو سره هم ملاقات كړې او په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره ئې د پاكستان د عزم څرګندونه كړې ده ۔

مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں