اسلام آباد15 فروری (اے پی پی)وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي وفاقي حكومت د ګل??ت بلتستان اولس سماجي٬اقتصادي پرمختګ او ښېګړې لپاره عزم لري٬سي پېك سره به د سيمې اولس ته نوې اقتصادي موقعې په لاس ورشي۔ده دا خبره د ګل??ت بلتستان اعلٰ?? وزير حفيظ الرحمان سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړه۔په دې مهال د كشمير او ګل??ت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجيس طاهر٬د پلاننګ ??مېشن دوهم چيئرمېن سرتاج عزيز او نور اعلٰی چارواكي هم موقع موجود وو۔د ګل??ت بلتستان اعلٰ?? وزير وزيراعظم د سي پېك تر سيوري لاندې د ځينې مهمو منصوبو پشمول د بېلو پرمختيائي منصوبو په اړه خبر كړو۔ګلګت بلتستان كښې د برېښنا وضعې په اړه خپل بريفنګ ??ښې حفيظ الرحمان ووئيل موجوده حكومت د تېرو دوو كلونو په مهال موجوده 82 مېګاواټ برېښنا كو??ه چې د تېرو 70 كلونو څخه سيمه كښې پیدا كېدله 54 مېګاواټ زياتوالې كړې۔ده وزيراعظم ته ووئيل د برېښنا د واجبات ترلاسه كو??و صورتحال هم ښكاره ښه شوے او دا مهال وصولۍ نزدې 80 فيصده ته رسېدلې۔ده ووئيل په پاور ګرېډ جوړولو هم كار روان دے۔اعلٰ?? وزير ووئيل د سي پېك تر سيوري لاندې د 180 مېګاواټ استعداد لرونكې برېښنا دوه منصوبې به د سيمې د توان حاجت ترسره كو??و له مرستيالې وګرځي۔ده وزيراعظم منطقه كښې د سېلګرۍ ودې لپاره د ګل??ت بلتستان حكومت هڅو څخه هم خبر كړو۔اعلٰ?? وزير وړاندېز وركړو چې ګل??ت لپاره د پي آئي اے پروازونو زياتوالې سره به سيمه كښې سېلګرې وده ومومي ۔اعلٰ?? وزيراعظم د كينسر روغتون٬مېډيكل كالج او د كارډيالوجي سنټر جوړولو پشمول د ګل??ت بلتستان اولس لپاره په بېلو لويو منصوبو د پېشرفت په اړه هم خبر كړو۔وزيراعظم اعلٰ?? وزير له باور وركړو چې د سي پيك تر سيوري لاندې ګل??ت بلتستان سره اړوندو ټولو منصوبو ته زر تر زره حتمي شكل وركول او عملدرآمد له به ګامونه پورته كو??ې شي۔ده ووئيل دير چترال سي پېك لينك روډ منصوبې ته هم خاص پام لرنه كو??ې شي