اسلام آباد 03 جنوري (اے پي پي) د خارجه چارو خاص سېكتر اعتزاز احمد وئيلي دي پاكستان د افغانستان پرمختګ او د ادارو استعداد زياتولو لپاره د يو ارب ډالرو د پرمختيائي مرستې كولو پوخ عزم لري۔ د خارجه دفتر وياند له مخې ده د?? خبرې تېره ورځ په پمز كښې په ا??غان هېلتھـ پروفېشنلز كښ?? د ??رټيفېكېټ وېشلو دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې كومو كښې چې د يو كال د تربيې او د كار استعداد زياتولو پروګرام ترسره كړو۔ اعتزاز احمد په دې موقع خاص مېلمه وه۔ په پاكستان كښ?? د ??فغانستان د سفارت قونصلر سيد عبدالناصر يوسفي هم په د??توره كښې ګډون وكړو۔ دستورې ته د وېنا په مهال اعتزاز احمد ووئيل پاكستان افغان ډاكټرانو٬ نرسز او پېرامېډېكس ته په كابل٬ جلال آباد او ننګرهار كښې د پاكستان لخوا جوړو كړو درېو روغتونونو چلولو لپاره تربيه وركوي۔ دستورې ته د اسلام آباد د پمز وائس چانسلر پروفسېر ډاكټر جاوېد اكرم هم وېنا وكړه۔ افغان قونصلر د افغانستان پرمختګ او رغونې لپاره د پاكستان مرسته وستائيله ا?? هيله ئې څرګنده كړه چ?? د ??واړو هېوادونو په مېنځ كښې به نه يواز?? د ??وغتيا په اړه بلكې په نورو څانګو كښې هم مرسته روانه ساتلې شي۔