اسلام آباد ۔ 27 دسمبر (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفا??ي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي وفاقي حكومت د آ??اد كشمير تعمير او پرمختګ له ټول وسائل كاروي٬ آزاد كشمير د پرمختګ او سوكالۍ په يوه مستحكمه لاره روان شوے۔ ده دا خبره د شورؤ په ورځ اسلام آباد كښې د آ??اد جموں وكشمير لاجز ودانې پرانستې په مهال وكړه۔ ده ووئيل د مسلم لیګ (ن) لارښود محمد نواز شريف آزاد كشمير او ددې اولس سره زياته مينه لري او هم دغه سوب دے چې د آ??اد كشمير اولس سره كړې زياتره وعدې ئې ترسره كړې۔ ده ووئيل محمد نوازشریف د سیاسی بصیرت څرګندونه كولو سره آزاد کشمیر كښې د پیپلز ګوند حكومت ته د خپل مېنډېټ ترمخه د كار كولو موقع وركړه۔ ده ووئيل د سي پېك تر سېوري لاندې آزاد كشمير كښې په يو شمېر پروژو كار روان دے۔ ده ووئيل د مظفر آباد ،میر پور منګ??ا اېکسپرېس وے جوړېدو سره به آزاد كشمير كښې د پرمختګ او سوكالۍ يو نوے دور پېل شي۔ د اے جے كونسل لاجز ودانۍ پرانستې دس??ور?? كښې د آ??اد جموں و كشمير اولس مشر سردار مسعود خان هم ګډون وكړو۔ د كشميري چارو وزارت سېكتر پیر بخش جمالی د پرانستې دستورې ته خپل خطاب كښې ووئيل د دې ودانۍ په جوړولو نزدې 672 ملین روپۍ مصرف كړې شوي دي ۔ پرانسته دس??ور?? كښې د اے جے كے كونسل غړي او اعلی چارواكي هم موجود وو۔ وفاقی وزیر په دې مهال د كونسل غړو ٬ ملازمينو او اولس ته مباركي وركولوس ره ووئيل دا وداني د اسلام آباد په زړه كښې د آ??اد كشمير حكومت يوه اثاثه ده د كومې په غوره ډول كارول به چې باوري كولې شي۔