اسلام آباد 29 نومبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي عمران خان د سياست فسادي بابا دے٬د ختم نبوت قانون تر قيامته بدلېدې نه شي٬دښمن د مسلكونو په بنياد هېواد كښې فساد خپرول او مسلمانان يو بل سره جنګول غو??ړي٬د پاكستان پرمختګ د منځه وړولو له غېر معمولي بريدونه كېږي٬د مرګ ژوبلې مخ نيوي له د دهرنې كو??كو په ضد مې عمليات نه كو??٬مظاهرچيانو سره وسله وه٬په پوليس يې شيلنګ كړې٬د پي ټي آئي عمران خان سياسي استاذ شېخ رشيد هم د دې قانون په منظورۍ كښې شامل و٬ټول هېواد كه استعفٰی وركړي بيا هم عمران خان ته موقع په لاس ورتلې نه شي۔ حكومت هېواد د پرمختګ په لاره روان كړې٬په 2025 كښې به د پاكستان شمېره په 25 اولنو معيشتونو كښې كېږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔ده ووئيل وزيراعظم شاهد خاقان عباسي نن هم د برېښنا يوې منصوبې پرانسته كړې٬په دې زه قام ته مباركي وركوم٬د موجوده حكومت په دور كښې 7 زره مېګاواټ اضافي برېښنا ترلاسه كېږي٬مونږ د لس زره مېګاواټ وعده كړی وه٬په كو??ه كښې چې 7 زره مېګاواټ ترلاسه شوې٬ په 70 كلونو كښې پھ هېواد كښې د پېدا كېدونكې برېښنا دا 42 فيصد ده٬ 2013 كښې 16 زره مېګاواټ برېښنا مونږ ته په ميراث كښې پاتې شوې وه٬په دې كښې مو د 7 زرو مېګاواټ برېښنا اضافه كړې۔ده ووئيل په هېواد كښې لس لس او يولس يولس كاله امران ??اس?? وو٬برېښنا لپاره يې هېڅ نه دي كړې٬د سي پېك ترمخه د 46 ارب ډالر څخه د 27 ارب ډالر منصوبې انرجائز شوې۔ده ووئيل اوس معيشت د 5.3 فيصد شرح ته رسېدلې كو?? ??ې د تېرو كلونو تر ټولو تنده شرح ده٬كه پانامه ډرامه نه وې او سياسي استحكام په ځاې پاتې وې نو شرح نمو به 6.2 فيصد يا د دې څخه زياته وې۔داخله وزير ووئيل د پاكستان دښمنان د پرمختګ لاره نيولو له سازشونه كو??۔ده ووئيل مونږ له تر 2025 هېواد د نړۍ 25 غو??ه معيشتونو په صف كښې ودرول دي۔ده ووئيل د نړۍ مستند او معتبر رينكنګ كو??كي ادارې وائي ??ې د پاكستان شمېره به تر 2030 د نړۍ په 20 غو??ه معيشتونو كښې كېږي۔داخله وزير ووئيل د عمران مسئله دا ده ??ې د 2013 په ټاكنو كښې اولس هغه وزيراعظم جوړ نه كړو٬هغه روزانه د چا نه استعفٰی غو??ړي كه ټول هېواد استعفٰی وركړې بيا يې هم لمبر نه راځي٬ دې هېواد كښې سياسي عدم استحكام او غېر يقيني صورتحال پېدا كو?? غو??ړي٬زمونږ پالېسۍ ناكامه جوړول د ده مقصد دې۔ده ووئيل د ده هڅه ده چې هېواد ته څوك سرمايه كار رانه شي٬ 2014 كښې ده څو كسانو سره په ګډه د جمهوريت او هېواد سباؤن په ضد سازش وكړو۔داخله وزير په ډاګه كړه ??ې د عمران خان ګوند هم د الېكشن ايكټ منظورۍ ټول عمل برخه وو٬نن وائي د انټرنېشنل لابي په وېنا سازش شوې٬حال دا دے ??ې د ده د ګوند د څلورو غړو پشمول د ده سياسي استاذ شېخ رشيد هم په دې بدلون كښې شامل وو۔په سېنېټ كښې حافظ حمد الله ??ې د جے يو آئي (ف)غړې دې دا معامله پورته كړه نو د قانون وزير د دې بدلون حمايت وكړو ولې د عمران ګوند غړو د دې په ضد ووټ وركړو او د پي ټي آئي د رايو سره دا ترميم مسترد شو۔داخله وزير ووئيل له بده مرغه عمران د هغه دښمنانو د سازشونو برخه جوړېږي كو?? ??ې د مسلكونو په بنياد په هېواد كښې فساد خپرول او اولس يو بل سره جنګول غو??ړي٬د عراق٬سوريې او مينځني ختيز كښې هم دا كېږي۔ختم نبوت په آئين كښې شوې معامله ده تر قيامت دې كښې بدلون كېدې نه شي٬مونږ له به زيركتيا سره حالات قابو كو?? وي٬په دې لړ كښې سول او عسكري مشرتابه په ګډه قدم پورته كړې۔د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل چې چاته به دا موقع وركولې نه شي چې هغه زمونږ په صفونو كښې انتشار پېدا كړي۔سياسي ګوندونه بايد هېواد سره د چا په محبت شك ونه كړي٬مونږ د پخوا غلطو څخه زده كړه كړې۔د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل شپږ مياشتې پاتې شوې٬څلور نيم كاله تېر شو٬عمران خان دې د خېبرپښتونخوا مرور اولس ته پام وكړي٬د هغې ځاې اولس ده ته نوې پاكستان لپاره ووټ وركړې و۔داخله وزير ووئيل موجوده حكومت په هېواد كښې د پرمختګ او خوشحالۍ منصوبې پېل كړې۔د ډېره بګټي 72 زره ايكړ زمكې اوبه كو??و له مونږ د دريابونو مخ اړولې٬د اربونو روپو منصوبې مو پېل كړې٬د لواري ټنل منصوبه د 1974 وه٬مونږ دې ته فنډز وركړې او دا مو بشپړ كړې۔داخله وزير ووئيل د ربيع الاول مبارك مياشت ده د يو والي غوښتنه كو??۔د جسټس(ر)وجيه الدين نګران وزيراعظم جوړېدو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل ??ې د ټاكنې په عمل كښې شپږ مياشتې پاتې دي۔ګوادر كښې د اوبو مسئلې په اړه ده ووئيل په ګوادر كښې په دريو كلونو كښې بندونه جوړ كړی شوي دي٬په دوه كاله كښې د وچ كالۍ په سوب دغلته اوبه جمع شوې نه دي٬د بلوچستان حكومت 50 لكه د ورځې اوبو له مصرف كو??۔په پاور سټېشن كار روان دې چې ورسره به د اوبو او برېښنا مسئله حل شي۔د دهرنې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د ايګزېكټو اختياراتو او پريكړې سازۍ احترام بايد وكړې شي ما د اېكشن پرېكړه وروستو كړې وه٬ ولې ??ې د لال مسجد او ماډل ټاؤن په ډول د پېښې رامخې ته كېدو سازشونه موجود وو۔داخله وزير خواست وكړو چې ميلاد مصطفٰی بايد د مينې او ورورولۍ او يو والي په فضاﺀ كښې ولمانځلې شي او كركې دې ختم كړی شي۔داخله وزير ووئيل جمهوريت د پاكستان سباؤن دې٬پاكستان قائداعظم د ووټ په طاقت جوړ كړې او دا به د ووټ په طاقت بچ كېږي٬په مظاهرچيانو كښې د پېسو وېش په اړه د يوې پوښتنې پھ ځواب د كورنيو چارو وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال ووئيل چې زه به په دې اړه پوښتنه ډي جي رينجرز ته لېږم۔په غړو كښې د فنډز وېشلو په اړه د عمران خان د تور په اړه ده ووئيل د عمران خان بيان حقيقت سره هېڅ تعلق نه لري۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل سول او عسكري مشرتابه په مسلكي بنيادونو د فساد رامخې ته كو??و په خطره قابو موندلې۔