کراچۍ 29نومبر (??ے پی پی)چیف آف دی نېول اسټاف اېډمرل ظفر محمود عباسی وئيلي دي د دفاعي سېكټر او په خاص توګه د بحري ځواك په ټېکنالوجۍ انحصار سوا كېږي۔ په دې لړ كښې پاك سمندري ځواك د حاضر دور غوښتنې ترسره كولو له په بېلو پرمختيائي منصوبو كار كوي دغسې چې د نېول پلېټ فارمز او سازوسامان آپرېشنل صلاحيتونه لا ښه جوړ كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده بحريه آډېټوريم كښې د نېوی انجینئرنګ کالج 29 مې د سندونو وېش دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې مهال د نسټ پوهنتون رېكټر لېفټېنټ جنرال (ر)نوید زمان، او کمانډر کراچی رئیر ایډمرل اطهر مختار هم موجود وو چا چې كاميابو طالبعلمانو ??ه سندونه وركړل۔ د کانوکېشن په مهال د انجینئرنګ، مېنجمنټ او انفارمېشن سسټمز څانګو كښې ټول 342 سندونه ووېشلې شو كومو كښې چې 6 پی اېچ ډی، 37 ماسټرز او 299 بېچلرز ډګرۍ شامل وې۔ چیف آف دی نېول اسټاف په بېلو څانګو كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكو 26 طالبعلمانو كښې ميډلز هم ووېشل كومو كښ چې 10 پریذیډنټ ګولډ مېډلز، 3چیف آف دی نېول اسټاف ګولډ مېډلز، 7چانسلرز سلور مېډلز او 6 رېکټر ګولډ مېډلز شامل وو۔ نېول چیف ایډمرل ظفر محمود زده كوؤنكو ته ووئيل چې په خپلو پښو ودرېدو ??و د هېواد دننه پرمختيائي منصوبو ته خاص پام لرنه كولې شي په كومو كښې چې زمونږ د سباؤن انجينئران بنيادي كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل هېواد كښې د زده كړو په وده كښې د پاكستان نېوي او NUST کردار د ستائنې وړ دے۔ دې څخه وړاندې د استقبال??ې په خطبه كښې د پاكستان نېوی انجینئرنګ کالج کمانډنټ رئیر اېډمرل عمران احمد نېول چیف ته هركلې وئيلو سره دده د راتګ مننه وكړه۔ ده ووئيل پاکستان نېوی انجینئرنګ کالج څخه فراغت ترلاسه كوؤنكي طالبعلمان د نړۍ په مهمو ادارو كښې خذمات ترسره كوي۔ د کالج نزدې 90 فیصد طالبعلمان ګرېجوېشن څخه وروستو د 6 مياشتو موده كښې ملازمت ترلاسه كولو كښې كاميابېږي۔ ده ووئيل پی اېن ای سی به نزدې سباؤن كښې د چين پوهنتونونو ??ره د مفاهمت دوه يادښتونه لاس ليك كوي چې په سوب به ئې د پرمختګ او زده كړې نورې لارې پرانستلې شي۔ دستورې ته د نسټ پوهنتون رېكټر هم خطاب وكړو