اسلام آباد 08 نومبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي اوسني حكومت د سرمايه دو??ته پاليسيو څخه په تېرو څلورو كالو كښې معيشت مستحكم او د امن وضعه ښه شوې٬ هېواد كښې نړيوالې كاروباري ټولنې له د زړه ??اښ??ونكې مراعاتو او په تندۍ سره د پرمختګ كوٶنكې معيشت نه د استفادې كولو پراخه موقعې شته۔ وزيراعظم دا خبرې د “واکس وېګن” بورډ آف مېنجمنټ غړي ډاكټر جوزف بامرټ سره كړې چا چې د شورو په ورځ ده سره په ورزيراعظم هاٶس كښې ملاقات كولو۔ د اوورسیز پروډکشن مشر اېنډریاز سپرنډلر، د ایسیاء پیسفك مشر اولیور ګلیزر، د انټرنیشنل پالیسۍ او د حکومتي اړيكو مشر کلازبو سټېنډورس ٬ د سي کے ډي مشر یوری کونوشن او د سي اي او پریمیئر سسټمز پرائیوېټ لمېټډ سیّد ارشد هم دوي سره وو ۔ د ملاقات په مهال د سرمايه كارۍ سېكتر هم موجود ٶ۔ وزیراعظم د وا??س وېګن په پاکستان كښې د سرمايه كارۍ او د شريكو كاروباري منصوبو د پېل كولو د پرېكړې هركلي كولو سره كمپنۍ ته د ممكنه سهولت او مرستې ب??ور وركړو۔ د پاکستاني معیشت استحکام رامخې ته كولو سره وزیراعظم ووئيل اوسني حكومت د سرمايه دو??ته پاليسو څخه په تېرو څلورو كالو كښې معيشت مستحكم او د امن صورتحال كښې ښه والې راغلې٬ ده ووئېل هېواد كښې نړيوالې كاروباري ټولنې له د زړه ??اښ??ونكې مراعاتو او په تندۍ سره د پرمختګ كوٶنكې معيشت نه د استفادې كولو پراخه موقعې پېدا شوې۔ ده ووئيل منطقه كښې د موټر ګاډو په اړه د كمې شرح او په خاص توګه د سي پېك منصوبې او د پراخه مواصلاتي بنيادي اډهانې په سوب د سترو لارو پراخه كړې شوې جال سره پاكستان د ځائي پېداوار د لارې د موجوده طلب او رسنو فرق لرې كولو لپاره نړيوالو آټٶ موبائل كمپنو لپاره ډېرې زياتې موقعې وړاندې كوي۔ وزیراعظم د آټو پالیسۍ كال 21-2016 په بېلا بېلو خصوصياتو رڼا وا??وله كومه چې د زړه پورې مراعاتو وړ ده ٬ده ووئېل نوې برانډز معرفي كولو سره سره به د ماركيټ حصحص ته وده ٬ د ډسټري بيوشن او آفټر سېل سروس نېټ ورك او فاضل پرزو بنياد جوړولو لپاره مر??ته تر لاسه شي۔ وزیراعظم هيله څرګنده كړه چې د واكس وېګن هېواد كښې پېداوار سره به د نړيوال معيارونو وړ ګاډي زيات شي۔ په دې موقع ډاكټر جوزف بامرټ د پلاوي سره د ملاقات موقعې په وركولو د وزيراعظم مننه وكړه۔