اسلام آباد 31 اکتوبر (اے پي پي)د سېنېټ غړو وئېلي دي منطقه كښې امن لپاره د پاكستان كردار ډېر مهم دے ??اف??انستان سره به مونږ له خپله خارجه پالېسي بيا تشكيلول وي٬د ترهه كرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان نه زياتې قر??ان?? بل چا نه دي وركړې۔د نهې په ورځ پھ سېنېټ كښې د ا??ري??ې د خارجه وزير د پاكستان دورې په اړه په تحريك بحث كښې سناتور سيد مظفر حسېن شاه ووئيل د سوويت يونين ماتېدو نه وروستو په ټوله نړۍ كښې د طاقت توازن بدل شوې٬د افغانستان صورتحال څخه ا??ري??ې لپاره ستونزې راپیدا كېږي٬د پاكستان منطقه كښې مهم كردار دے۔مونږ له به خپله خارجه پالېسي ښه كول وي دغسې چې د جديد دور تقاضو له مخې مونږ خپل معاملات وړاندې بوځو۔سناتور اعظم سواتي ووئيل پاكستان له به خپله خارجه پالېسي په سم لوري بوتلل وي٬په منطقه كښې ?? امن لپاره د پاكستان ډېر مهم كردار دے٬نړۍ هم تسليموي۔سناتور طاهر حسېن مشهدي ووئيل د ا??ري??ې خارجه وزير د راتګ په اړه د خارجه وزير خواجه آصف پالېسي بيان د دې خبرې ثبوت دے چې د پاكستان خارجه پالېسي په سم پلو روانه ده۔سناتورې سحر كامران ووئيل ا??ري??ا پھ منطقه كښې د چين زيات شوې اثر او رسوخ كمول غواړي او هند د سيمې تهاڼې دار جوړول غواړي٬د ا??ري??ې څخه توقع لولو په ځاې خپله لائحه جوړول پكار دي۔ميا عتيق شېخ ووئيل پاكستان په منطقه كښې ?? امن لپاره تل كردار ادا كړی۔د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان څخه زياتې قر??ان?? چا هم نه دي وركړی۔د ا??ري??ې د خارجه وزير د پاكستان دورې په موقع ټولې رياستي ادارې يو موټې وې كومه چې ډېره د خوشحالۍ خبره ده۔ا??ري??ا په منطقه كښې ?? امن لپاره د پاكستان كردار فراموش كولې نه شي۔سناتور تاج حېدر ووئيل د ا??ري??ې اولس مشر ټرمپ او د ا??ري??ې خارجه وزير بيانونه د ا??ري??ې د پالېسۍ تسلسل دے په كوم چې ا??ري??ا د پنځوسو شپي??و كلونو څخه عمل كوي۔سناتور عثمان كاكړ ووئيل مونږ له خپله خارجه پالېسي سمول غواړې??اف??انستان كښې امن او استحكام د پاكستان په ګټه دے۔سناتور فرحت الله بابر ووئيل زمونږ د خارجه پالېسۍ نه به كمې لرې كول وي او ?? امنيت وضعه ښه كولو له به كردار ترسره كول وي۔سناتور سعود مجيد ووئيل حكومت د ا??ري??ې وړاندې خپل مضبوط دريځ وړاندې كړی٬پھ تېر وخت كښې واكمنو داسې نه كول٬مونږ افغانستان كښې ?? امن راوستو لپاره كردار ادا كولو له چمتو يو۔د اقتصادي قوت جوړولو لپاره پاكستان د ايران او نورو ګاونډيانو سره تجارتي اړيكو ته وده وركول غواړي