اسلام آباد ۔ 18ستمبر (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير محمد برجېس طاهر وئيلي دي د اېن اے 120 ضمني ټاكنو كښې د بېګم كلثوم نواز او مسلم ليګ (ن) كاميابۍ كرېډت مريم نواز ته ځي۔ د ضمني ټاكنو نتيجې د پاكستان د سياست رخ متعين كړې۔د لاهور ??ولس يو وارې بيا ثابت كړې چې محمد نواز شريف د دوئي حقيقي سياسي لارښود دے۔ ده د ګلګټ بلتستان او بلوچستان په شمول ټول هېواد ته پرمختيائي منصوبې وركړې۔ په تېر وختونو كښې دې مثال نه لري۔ د ګل په ورځ ??پل يو بيان كښې ده ووئيل اولس نن هم نواز شريف ??پل وزيراعظم مني او هم دا سوب دے چې څومره جذبې سره ئې لاهور ??ه په راتګ نواز شريف ته هركلې وئيلې وو ددې څخه زيات جوش او جذبې سره ئې د حلق?? اېن اے 120 په ټاكنو كښې برخه واخسته۔ ده ووئيل دې نتيجې پاكستان كښې د سياست رخ متعين كړې۔ دې سره كه يو اړخ ته مريم نواز د لارښودنې ??پل صلاحيتونه په بشپړه توګه كارولي نو بلخوا په راروانو ټاكنو كښې د مسلم ليګ (ن) په زړه ??ورې كاميابي باوري شوې۔ ده ووئيل حلق?? اېن اے120 كښې د سياسي او غېر سياسي منصوبه بندۍ باوجود د تحريك انصاف ماتې خوړل عمران لپاره د عبرت وړ دي۔ ده ووئيل كوم سياسي لارښود سره چې اولس وي دې د كوم سازش او منصوبه بندۍ د لارې سياست څخه بهر كولو سره ??پل ناوړه ??قاصد ترلاسه كېدې نه شي۔ ده ووئيل نوازي شريف خذمت كولو سره د اولس زړونه ګټلي دي۔ ب??خوا عمران خان د اولس د خذمت په ځائې د سازشونو لړۍ روانه كړې۔ ده ووئيل لكھ څنګه چې عمران خان ته د اېن اے 120 حلقه كښې ماتې شوې دغسې په نورو محاذونو به هم عمران خان ته ماتې وشي