اسلام آباد 29 اګست (اے پي پي)د دفاع وزير انجينئر خرم ??ستګير خان وئېلي دي د پاكستان دفاع به قوي لاسونو كښې ده٬وسله وال ??واكونه د هېواد د دفاع صلاحيت لري۔د پاكستان وسله وال ??واكونه خپل صلاحيتونه لا زياتولو له د روسيه ځواكونو سره شريك جن??ي مشقونه كړي٬پخواني وزيراعظم نواز شريف به دور كښې د روس سره د پاكستان اړيكې لا مستحكمې شوي ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ يو شخصي ټي وي چينل سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جن?? كښې قربانۍ وركړي او په دې كښې جن?? كښې يې مهمې كاميابۍ ترلاسه كړي۔ده ووئيل پاكستان د ترهه ګرو په ضد د ضرب عضب عملياتو نه پ?? ردالفساد عمليات ??ېل كړي چې په نتيجه كښې يې د هېواد څخه ترهه ګري ختمه شوې۔ده ووئيل مونږ هېواد كښې امن بحال كړې او ترهه ګري او عسكريت خوښي مو ختمه كړی۔ده ووئيل پاكستان به په ټولو پريكړو د سيمه ايزو شراكتدارو سره مشاورت كوي٬هند سيمه ايم امن له يو لويې خطر دے۔ده ووئيل هند په كنټرول لائن خلاف ورزي كوي خو د پاكستان وسله وال ??واكونه هم د هغې ځواب وركوي۔د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ د پاكستان مخالف بيان په اړه خرم ??ستګير خان ووئيل امريكا هېڅ ډول پالېسي نه لري٬چين او روس هم د پاكستان په حق كښې بيان وركړی۔ده ووئيل بايد امريكې سره د خبرو اترو عمل ته وده وركړې شي ځكه چې مونږ په افغانستان كښې امن غواړو۔ده ووئيل امريكا د پاك چين اقتصادي راهدارۍ پروژې په وجه غم جنه ده كومه چې د پخواني وزيراعظم نواز شريف د ښه سفارتكارۍ له امله چين ??ېل كړې او دې سره به نه يوازې د پاكستان بلكې د ټولې سيمې تقدير بدل شي