اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پی پی)د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي وزيراعظم عمران خان عمر له د قانون او آئين سرلوړۍ او د ادارو قوي كولو عزم لرلې٬ايمرجنسي او ژوند ته د پیښو خطرو تشخيص د روغتيا پوهان كوي٬د نواز شريف صحت په اړه چې عدالت كومه هم پريكړه وكړي حكومت به په هغې عمل كوي٬كومه هم پريكړه به د چا د خوښې تابع نه وي٬د تېرو 72 كلونو په مهال ادارې كمزورې او تابع ساتلې شوي٬د نواز شريف پلېټ لېټس 20 زره ته رسېدلې او په دې كښې به ښه والې راشي٬يو صحت مند نواز شريف زمونږ ټولو لپاره مهم دے٬اوس دې مسلم ليګ(ن)د محمد نواز شريف د ناروغۍ په بنياد په حكومت د تنقيد كولو په ځاې څه بله ذريعه ولټوي۔دې د زيارت په ورځ د بېت المال اېم ډي عون عباس پبي سره مېډيا ته بريفنګ وركولو۔ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل پاكستان بېت المال د دړېدلي انسانيت تحفظ له مهمه اداره ده٬وزيراعظم د بېت المال دائره تر احساس پروګرام پراخه كړې٬وزيراعظم د اولس د ښېګړې په لار كښې ولاړ خنډان لرې كوي۔ دې ووئېل د اصلاحات پروګرام له مخې پاكستان بېت المال كښې اصلاحات كېږي ٬ دې ووئيل نن په ټوله نړۍ كښې جنګونه په پولو نه په معاشي مېدان كښې كېږي٬د هېواد پرمختګ لپاره د مېرمنو خپلواكه كولو ته اړتيا ده۔دې ووئيل د نواز شريف په اړه په عدالتونو كښې درخواستونه جمع شوي۔پريكړې به هم عدالتونه كوي ۔ دې ووئېل وړاندې هم د عدالتونو په پريكړو عمل شوې اوس به هم كېږي۔دې وئيل بايد د ميا صېب په ناروغتيا سياست اونه كړې شي۔ خاص مرستيالې ووئېل مريم نواز د پلار سره د ملاقات لپاره خواست كړی ؤ كوم چې پوره شوې۔د ميا صېب روغتيا لپاره دعا غواړو۔دې ووئيل په نوې پاكستان كښې به ټولې پريكړې د آئين او قانون له مخې كېږي۔دې ووئيل په هېواد كښې په ټولو روغتونونو كښې بستر ټول رنځوران د نواز شريف غوندې دي٬بايد په رنځورانو كښې هم فرق ختم كړې شي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئېل د ټولو زندانونو انتظاميې ته خواست كوو چې داسې ټولو رنځورانو فهرستونه شيئر كړې كوم چې په زندان كښې د لويو ناروغو سره مخ دي۔دې ووئيل دا نشي كېدې چې د عمران خان په ضد اپوزېشن غلطې خبرې كوي او سره د دې حكومت هغوي ته د ګلونو ډالۍ وركړي۔دې ووئيل حكومت له اولس د خذمت٬آسانيو وركولو او پرمختګ لپاره مېنډېټ وركړې٬دې لپاره نه چې څه بل څه وكړي۔ دې ووئېل وزيراعظم عمران خان د پنجاب اعلٰی وزير سره تماس نيولې او هغه ته يې سپارښتنه كړی چې نواز شريف له ښې طبي آسانۍ وركړي۔د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل مسلم ليګ(ن)د مريم نواز په حقله د دې تاثر وركولو هڅه كوي چې مريم نواز سره د ناروغۍ بيا زندان ته لېږلې شوې اوس دوه آپشنز دي چې مونږ د ډاكټرانو په اېډوائس عمل وكړو يا د ګوند د وياند خبره واورو۔دې ووئيل وزيراععظم عمران خان د مېډيا مالكانو سره ملاقاتونه كوي او دې سره سره د پي بي اے پشمول ټول سټېك هولډرز سره هم وزيراعظم ملاقات كوي دغسې چې د خبريالانو د نوكرو تحفظ باوري وكړی شي۔د خاص مرستيالې ووئيل دا مهال هېواد زياتو ستونزو سره مخ دے٬دې ووئيل هېواد دا مهال زياتو ستونزو سره مخ دې۔د قامي سلامتيا چېلنجونو نه علاوه قام په نورو ډګرونو هم چېلنجونو سره مخ دې۔د حكومت څخه اولس هيلې لري۔ دې ووئېل وزيراعظم عمران خان د اولسي خذمت لپاره 18 ساعته كار كوي۔ د بېت المال اېم ډي عون عباس پبي ووئيل پاكستان بېت المال كښې د مېرمنو هنرمندو جوړولو لپاره د جوړو سنټرو استعداد زياتوو۔هر كال 28 زره مېرمنې هنرمندو جوړولو لپاره بېل كورسونه كېږي۔ راروان كال كښې به 100 نورې سنټرې جوړې شي۔ده ووئيل د غريبۍ ختمولو فنډ ترمخه هرې يوې مېرمنې له به د 20 زره نه تر يو لك روپۍ قرض وركولې شي۔ده ووئيل په وړومبي ځل د بېت المال ترمخه په اسلام آباد كښې د يتيمانانو سنټر جوړولې شي۔په سنټر كښې به د 100 يتيمانانو ماشومانو د ساتنې بندوبست كولې شي