پینډۍ01 فرروي(اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي د پنجاب وزيراعلٰی ناله لئي ايكسپرېس وے پروژې منظوري وركړی ده ٬د كومې پرانسته به چې د مارچ پھ وړومبۍ نېټھ كولې شي٬د 20 كروړه خلقو د غږ په توګه پبلك اكاؤنټس كمېټۍ ته روان يم كومې جګړی له نه ٬پھ دوو مياشتو كښې مو 34 كروړه روپۍ ګټلې دي٬ د رېلوے په مسافرو كښې د 20 نه تر 30 فيصده زياتوالې شوې۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ د پینډۍ په رېلوے سټېشن د كلين ګرين او خوش اخلاق رېلوے كمپائن د پرانستې به مهال وكړی۔ده ووئيل د رېلوے پھ تاريخ كښې په وړومبي ځل كلين او ګرين كمپائن چلولې شي ۔صفائي د ايمان برخه ده او زه به هڅه كوم چې د رېلوے ټول ټريك پخپله وګورم۔ده ووئيل ښه خبر دا ده چې د ناله لئي پروژې لپاره د پنجاب وزيراعلٰی احكامات جاري كړي د كوم فاصله چې د سوان نه تر پېشاور موړ ده۔ده ووئيل پھ رېلوے كښې د شكايات سيل جوړ كړی شوې٬دا سيل په اسلام آباد كښې جوړ كړی شوې او زه به پخپله څارنه كوم۔ده ووئيل په دې بجټ كښې به د رېلوے پوليس تنخا د پنجاب پوليس برابره كړی شي